د هند د دفاع وزير د تور قانون د نفاذ په سيمو كښې په دريو كلونو كښې د 334 عسكرو د وژل كېدو اعتراف وكړو

نوې ډيلې 25 جون (اے پي پي) د هند د دفاع وزير د تور قانون د نفاذ په سيمو كښې په دريو كلونو كښې د كال 2016م نه تر كال 2018م د هند د 334 عسكرو د وژل كېدو اعتراف كړے۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې راجناتھـ سنګهـ د پارلمان په برني ايوان راجيه سبها كښې د يوې پوښتنې په تحريري ځواب كښې وئيلي دي چې په دې سيمه …

نوې ډيلې 25 جون (اے پي پي) د هند د دفاع وزير د تور قانون د نفاذ په سيمو كښې په دريو كلونو كښې د كال 2016م نه تر كال 2018م د هند د 334 عسكرو د وژل كېدو اعتراف كړے۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې راجناتھـ سنګهـ د پارلمان په برني ايوان راجيه سبها كښې د يوې پوښتنې په تحريري ځواب كښې وئيلي دي چې په دې سيمه كښې په كال 2016 او 2017م كښې 113 او 125 او په كال 2018م كښې 96 هندي عسكر وژل شوي دي۔ ده ووئيل چې په دې موده كښې په تكنيكي كارروائيو كښې هم 31 عسكر وژل شوي دي۔

مزید خبریں