د ترکمانستان د كيبنټ منسټرز دوهم چیئرمېن او خارجه وزیر راشد میریدوف (نن) پاکستان ته راځي

اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی) د ترکمانستان د كيبنټ منسټرز دوهم چیئرمېن او خارجه وزیر راشد میریدوف به (نن) د نهې په ورځ پاکستان ته راځي۔ د خارجه دفتر د اړخه جاری شوې بیان كښې وئيلي شوې هغه سره به د اعلیٰ كچ يو پلاوې هم پاکستان ته راځي۔ پلاوي كښې به د توان وزير او اعلیٰ حکومتی چارواكي شامل وي۔ خارجه وزیر شاہ محمود قریشی او د ترکمانستان خارجه وزیر راشد میریدوف به د پاك۔ترکمانستان دوه اړخيزه سیاسی مشاورتی غونډې پھ دويم پراؤ كښې د خپلو خپلو پلاويو مشري كوي۔ د ترکمانستان خارجه وزیر به د پاکستان دورې پھ مهال د خزانې وزیر اسد عمر، د پټرولیم وزیر او توان وزیر سره ملاقاتونه هم كوي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د ترکمانستان خارجه وزير به د خپلې دورې پھ مهال پاکستان سره د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه ، سيمه ايز او په ګڼ اړخيز فورمز روانې مرستې ته لا وده وركړې شي۔ده ووئيل د دې دورې سره به د ترکمانستان سره قوي اقتصادی شراکت دارۍ ته هم وده ترلاسه شي