پنډ دادن خان۔ 10 مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي تحصیل پنډ دادن خان كښې درې مېګا پراجېكټس پېل كولې شي۔ په پرمختيائي منصوبو به 50 څخه تر 55 اربه روپو لګښت راځي۔ منصوبو سره به ځايي خلقو ته د ملازمتونو موقعې په لاس ورشي۔ په راروانو 5 كلونو كښې به پنډ دادن خان د پنجاب صوبې په پرمختګ كړې تحصيلونو كښې شاملولو كښې كامياب شوو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د پنډ دادن خان په جلالپور سيمه كښې د چوهدري عاطف نواز او چوهدري اقبال لخوا دده په درناوي كښې د راجوړې كړې شوې د غرمې مېلمستيا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د ټول ټاكنو نه وړاندې مو ددې ځائې د حلقې اولس سره وعده كړې وه چې ټاكل كېدو نه وروستو به مو دا فرض وي چې خپلې سيمې له هغه څه وكړو چې ورسره د سيمې قد پورته شي او سيمه پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل مونږ له به ددې سيمې او ددې د اولس د خېر ښېګړې خبره كول وي۔ ده ووئيل پنډ دادن خان كښې د نهر منصوبې اولنۍ ټھېكه شوې په دې منصوبه به 37 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ په دې منصوبه 1890ء كښې كار شوې وو اوس 120 كاله پس په دې د پاكستان تحريك انصاف حكومت كار كوي۔ للہ انټر چېنچ څخه تر جي ټي روډ به مركزي ستره لاره دوه اړخيزه كولې شي۔ چې ورسره به د جلالپور او جهلم ترمينځه فاصله د 20 نه تر 25 دقيقو پاتې شي او موټروې ته فاصله هم كمه شي۔ په دې منصوبه به 9 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ دغسې د ګاز په منصوبه به 5 اربه روپۍ لګولې شي۔ ده ووئيل جهلم او په خاص توګه د تحصيل پنډ دادن خان اولس له په ټول هېواد كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزارت دفترونه پرانستې دي هغوي چې كله هم غواړي ما سره ملاوېدې شي۔