ګورنر فېصل كريم كنډي سوات كښې په پوليس سټېشن ترسره شوې ځانمرګې بريد وغندلو

پېښور ۔ 02 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د سوات په كبل سيمه كښې د پوليس سټېشن په مركزي دروازه ترسره شوي ځانمرګې بريد په سختو ټكو كښې غندلې دې۔ د پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا جاري شوي بيان له مخې ګورنر د چاؤدنې پېښه كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره هغوي ته پیرزوئنې وړاندې كړې …

پېښور ۔ 02 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د سوات په كبل سيمه كښې د پوليس سټېشن په مركزي دروازه ترسره شوي ځانمرګې بريد په سختو ټكو كښې غندلې دې۔ د پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا جاري شوي بيان له مخې ګورنر د چاؤدنې پېښه كښې د پوليس اهلكارو په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره هغوي ته پیرزوئنې وړاندې كړې او هغوي لپاره يۍ د لوړو درجو دعا وكړه۔ ده د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړه۔ ګورنر ووئيل پوليس په نخښه كوونكي امن دښمنه عناصر د كوم هم رعايت حق نه لري۔ ټول قام د خپل مېړني پوليس اهلكارو او د پاكستان ځوانانو په قربانيو وياړي۔ ده ووئيل ترهګر دا ډول بزدلانه بريدونه كولو سره د قوم حوصلې كمزورې كولې نه شي او نه به دوئي په خپل ناوړه عزم كښې كامياب شي۔ ګورنر اړوندو چارواكو ته هدايت وكړو چې ژوبل شوو لپاره فوري او غوره طبي آسانۍ باوري كړي۔