د سوات چاؤدنې پېښه  كښې تر دې دمه د 14 كسانو د شهيد كېدو تصديق شوے: د رېسكيو 1122 خېبر پښتونخوا وياند

پېښور ۔ 02 اګست (اے پی پی)د سوات كبله سيمې چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې تر دې دمه د 14كسانو د شهيد كېدو تصديق شوے په كومو كښې چې د 9 شهيدانو جسدونه سنټرل هسپتال سېدو شريف ته رسولې شوي او د 5 نورو شهيدانو د جسدونه تصديق د كبل روغتون ډاكټرانو لخوا شوے دے۔ د رېسكيو 1122 خېبر پښتونخوا وياند بلال احمد فیضی له مخې د ډائرېکټر جنرل ریسکیو …

پېښور ۔ 02 اګست (اے پی پی)د سوات كبله سيمې چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې تر دې دمه د 14كسانو د شهيد كېدو تصديق شوے په كومو كښې چې د 9 شهيدانو جسدونه سنټرل هسپتال سېدو شريف ته رسولې شوي او د 5 نورو شهيدانو د جسدونه تصديق د كبل روغتون ډاكټرانو لخوا شوے دے۔ د رېسكيو 1122 خېبر پښتونخوا وياند بلال احمد فیضی له مخې د ډائرېکټر جنرل ریسکیو 1122 شاہ فهد په هدايت د ډسټرکټ اېمرجنسی آفیسر سوات شعیب منصور په نګرانۍ كښې ریسکیو 1122 سوات د مرستې كارروائيو كښې مصروف دے۔ په رېسکیو آپرېشن د رېسکیو 1122 سوات 13 اېمبولینسز او 45 څخه زيات اهلكار برخه اخلي۔ رېسکیو 1122 15 څخه زيات ټپيان له ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو نورو درملنو له بېلو روغتونونو ته منتقل كړې دي۔