اسلام آباد ۔ 09 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان منطقه كښې امن په ځائې كولو له ګامونه پورته كړي دي او وزیراعظم عمران خان امن په ځائې كولو او د ګډې مسئلې حل كولو له هند ته وئيلي وو چې كه هند يو قدم وړاندې راځي نو مونږ به دوه قدمه وړاندې درځو۔ ولې هندي وزيراعظم نرېندر مودي ټاكنو …
پاكستان منطقه كښې امن په ځائې كولو له ګامونه پورته كړې دي۔ د هندي هوائي ځواك ناكامه كېدو سره د هندي وزيراعظم مودي بيانيه هم ځپلې شوې ده۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن دې وكتلې شي نو معلومه به شي چې مقبوضه كشمير كښې قابض هندي ځواكونه كوم ډول ظلم كوي او هم ددې په نتيجه كښې د دغې ځائې په اولس كښې دومره كركه پېدا شوې ده۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري د روسيه ميډيا سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 09 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان منطقه كښې امن په ځائې كولو له ګامونه پورته كړي دي او وزیراعظم عمران خان امن په ځائې كولو او د ګډې مسئلې حل كولو له هند ته وئيلي وو چې كه هند يو قدم وړاندې راځي نو مونږ به دوه قدمه وړاندې درځو۔ ولې هندي وزيراعظم نرېندر مودي ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره د جنګ چاپېرچل پېدا كول غواړي۔ ده ووئيل پاكستان جنګ نه غواړي او كه كوم ډول جارحيت وكړې شو نو ددې به فعاله ځواب كولې شسي۔ د روسيه ميډيا سره مركه كښې پاكستان كښې د ترهګرو كېمپ تباهۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هر يو خپل دريځ وي او مونږ هم خپل يو دريځ لرو۔ ده ووئيل ددې ډول كومې هم دعوې غېر جانبداره حلقې تصديق كولې شي نو ځكه ددې دعوې حقيقت ته رسېدلو له به د برطانيې د خپرونې ادارې”رائټرز”خبر په تفصيلاتو ځان پوهه كول وي۔ فواد حسین چوهدری ووئيل ددې دعوې حقائق دا دي چې هندي هوائي ځواك ناكامه شوې او تاسو ته معلومه ده چې دې سره د هندي وزيراعظم مودي بيانيه هم ځپلې شوې ده۔ ده ووئيل د هند لويې لويې دعوې دروغ ثابت شوي دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل داسې كوم دليل نشته چې كوم بل ګاونډي هېواد كښې د ترهګرو بريدونو لپاره د پاكستان زمكه كارولې شوې ده بياهم هند سره زمونږ تاريخي مسئلې دي ځكه هغه د كومې هم كارروائۍ تور په پاكستان لګوي۔ ده ووئيل حقائق دا دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېشن دې وكتلې شي نو معلومه به شي چې مقبوضه كشمير كښې قابض هندي ځواكونه كوم ډول ظلم كوي او هم ددې په نتيجه كښې د دغې ځائې په اولس كښې دومره كركه پېدا شوې ده۔ ده ووئيل اوس خو د هند د هر يو آزاد خياله مصنف او تجزيه كار په شمول د ميډيا وګړي هم دې ډول پېښو ته ځائي پېښې وائي۔ ده ووئيل عمران خان په خپل اولني تقرير كښې وئيلي وو چې هند دې مونږ سره د پلوامه پېښې په اړه شواهد ګډ كړي ولې تر دې دمه هند كوم شواهد مونږ ته راكړې نه دي۔ بيا مونږ هند ته د ګډې پلټنې كولو ووئيل د هغې په ځواب هم هند خاموشه پاتې شو۔ ده ووئيل مودي جنګي چاپېرچل پېدا كول غواړي دغسې چې خپلو سياسي مقصدونو كښې كاميابي ترلاسه كړي۔ ده ووئيل مونږ سره درې آپشنز دي۔ مونږ ګاونډي هېوادونه يوو او په تېرو 70 كلونو كښې زمونږ خپلو كښې درې جنګونه شوي دي۔ مونږ يو بل جنګ هم كولې شو۔ دوهم آپشن دا دے چې مونږ يو بل كمزورې كولې شو۔ ه ووئيل په حقيقت كښې هند پاكستان كښې ترهګري سپانسر كوي او د کلبھوشن یادیو ګرفتارۍ څخه تر د لطیف محسود ګرفتارۍ مونږ سره پاكستان كښې د ترهګرۍ هندي مرستې كوټلي شواهد موجود دي۔ هند بلوچستان كښې د ترهګرۍ مرسته كړې او پرله پسې زمونږ د كمزورې كولو كارروائيو كښې ككړ دې۔ ده ووئيل مونږ هم داسې كولې شو۔ ده ووئيل درېم آپشن دا دې چې مونږ د مذاكرات د لارې د ترهكرۍ په ضد په ګډه ګامونه پورته كړو او مونږ هند ته د دې درېم آپشن پېشكش كوو۔ ده وئيل په حق كښې كشمير يوه حقيقي مسئله ده په كومه چې د پاكستان او هند ترمينځه بايد خبرې وكړې شي۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې تر ټولو زياته پوځ لرونكې سيمه جوړه شوې ولې چې دغلته په هر 10 كشميريانو يو پوځي مسلط كړې شوې دې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د هند او پاكستان ترمينځھ اړيكې ښه كول غواړو۔ وزیراعظم عمران خان سوګند پورته كولو نه وړاندې هند ته وئيلي وو كه هغه يو قدم وړاندې راځي مونږ به دوه قدمه وړاندې كېږو۔ ده ووئيل مونږ هند لپاره كرتارپور راهداري جوړه كړه۔ مونږ منطقه كښې امن په ځائې كولو له يو شمېر ګامونه پورته كړل ولې د دې كوم فعاله ځواب ترلاسه نه شو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د اېف 16 الوتكو ټول قيمت ادا كړې دې۔ ده ووئيل مونږ د هند الوتكو نسكورولو پېښه كښې امريكا سره د كړې لوظنامې كومه خلاف ورزي نه ده كړې ولې چې د هندي الوتكې رانسكورولو مشن كښې كومه اېف 16 الوتكه كارولې شوې نه ده او دا خبره پاكستان وړاندې هم كړې ده۔ ده ووئيل جنګ د كومې مسئلې حل نه دې۔ پاكستان د مسئلو سولييز حل غواړي۔ ولې كه په مونږ جنګ مسلط كړې شو نو بيا مونږ په دې خبره ښه رسو چې جنګ څنګه كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ امريكا او روسيه دواړو سره ښې اړيكې غواړو۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې امريكا سره د معيشت په بنياد مستحكمې اړيكې وساتلې شي۔ دغسې اړيكې مونږ روسيه سره هم غواړو۔ ده ووئيل مونږ چين سره هم د معيشت په بنياد د خپلو اړيكو وده كښې خوښي لرو۔ ده ووئيل سي پېك منصوبه كومه كښې چې چين سرمايه كاري كوي په حقيقت كښې يوه ستره معاشي منصوبه ده او مونږ غواړو چې د منطقې نور هېوادونه هم دې منصوبه كښې شامل شي او پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده ووئيل سي پېك منصوبې څخه زياتې معاشي ګټې ترلاسه كولو له مونږ امن كښې خوښي لرو او هند سره اړيكو كښې ښه والې او افغانستان كښې استحكام مونږ لپاره دواړه ډېر مهم دي او دا زمونږ د حكومت تر ټولو مهم مقصدونه دي










