سكاټ لينډ او ويلز هم بريګزټ بل رد كړو

لندن 07 مارچ (اے پی پی)سكاټ لينډ او ويلز ځايې پارليمان په بريګزټ لوظ نامه د عملدرآمد مخالفت وكړو۔د اروپاﺀ آن لائن له مخې سكاټ لينډ او ويلز پارليمانونو كښې د بريګزټ په لوظ نامه د عملدرآمد لپاره شوو شمېرو كښې زياترو په مخالفت كښې رائے وركړي دي ۔د سكاټ لينډ په پارليمان كښې د 29 په مقابل كښې 87 غړو مخالفت او په بريګزټ د عملدرآمد مخ نيوي غوښتنه وكړه۔د ويلز په پارليمان كښې د رايو په شمېرو كښې 37 غړو مخالفت او 13 د دې په حق كښې رائے وركړې۔د برتانيې دارالعوام د وړاندې نه د بريګزټ لوظ نامه رد كړې وه