غزہ۔ 04 مارچ (اے پی پی) غزہ پټۍ څخه د مصر د لارې عمرې له د تلونكو فلسطينيانو اولنې پرواز سعودي عربستان ته رسېدلې دے ۔ د العربیه نیوز ترمخه د كال 2014ء څخه وروستو په اولني ځل عمرې له تلونكي فلسطينيان د مصر د لارې سعودي عربستان ته رسېدلي دي۔ د عمره كوؤنكو قافله كښې 800 كسان شامل دي۔ د فلسطین د اوقاف وزير يوسف ادعيس ترمخه هره اونۍ به غزه څخه 1064 كسان عمرې له سعودي عربستان ته ځي۔ ده ووئيل د سينا په صحراﺀ كښې د ناامنۍ او د رفح پوستې د پرله پسې بندې پاتې كېدو لامله د غزه 20 لکھ وګړي د كال 2014ء څخه د عمرې سعادت څخه محرومه پاتې وو