كه هند د پاكستان په ضد جارحيت وكړو نو پاك پوځ او بلوچ به خله ماتې ځواب وركړي۔ ډاكټر جمعه مري ۔ د اوورسيز پاكستاني بلوچ يونيټي جوړېدو اولنۍ سالګرې په مهال ماسكو كښې دستوره ٬ دوبۍ كښې د بلوچ كلچر ډې دستوره ٬ د تل دې وي پاكستان٬ تل دې وي پاك پوځ او تل دي وي بلوچ يونيټي نعرې

ماسکو ۔ 3 مارچ (اے پی پی) د اورسیز پاکستانی بلوچ یونیټی مشر ډاكټر جمعه خان اعلان كړې دې چې كه هند د پاكستان په ضد جارحيت وكړو نو د پاكستان لخوا به ځواب خله ماتې وي۔ د مری قبائلي ځوانان هم د ګران هېواد پاكستان دفاع لپاره اوږه په اوږه د پاك پوځ ترڅنګ ودرېدو سره د خپلې وينې د آخري قطرې وړاندې كولو عزم لري۔ ده ددې خيالاتو څرګندونه د اوورسيز پاكستاني بلوچ يونټي جوړېدو اولنۍ سالګرې په مهال ماسكو كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د اووسیز پاکستانی بلوچ یونیټی ترسېوري لاندې دويمه دستوره دوبۍ كښې وشوه كومه كښې چې پاكستاني قونصل جنرل د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ ماسكو كښې شوې دستورې ته خطاب كښې ډاكټر جمعه خان مري ووئيل د هند د تنخادارو د شمېر يو څو غدارانو دلاسه به د بلوچ قوم سباؤن برباد كېدو ته وركولې نه شي۔ ګوادر پورټ او سي پېك منصوبې د بلوچستان د اولس د تقدير بدلولو منصوبې دي د كومو ناكامه كولو له چې د بي اېل اے ترهګر د خپلو بهرنيو مشرانو د اشارو ترمخه كار كوي او بې ګناه بلوچ دھوكه كولو سره د پاك چين اقتصادي راهدارۍ سترې منصوبې ناكامه كول غواړي۔ ده ووئيل بلوچ ځوانان ددې ناپاكه ارادو څخه خبر شوي دي ځكه دوئي دې څخه لا تعلقي اختيارولو سره پاكستان سره د خپلې وفادارۍ اعلان كوي۔