لاهور۔2 مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د هند لخوا اوس هم د جارحيت خطر لا موجود دې۔ جنګونه پېل كول آسان ولې ددې ختمولو ډېر ګران وي۔ روسيه د پاك هند ترمينځه تاؤ تريخوالي ختمولو له ثالث جوړېدو كښې خوښي ښكاره كړې۔ پاكستان د موجوده وضعې په اړه يواځې ريجن نه بلكې ريجن څخه بهر هېوادنوو سره هم رابطه كښې دې۔ مونږ هند سره معاملې د سفارتي فرنټ د لارې حل كول غواړو۔ د پوځي فرنټ كارول آخري آپشن وي۔ ولې كله چې هم زمونږ په ضد جارحيت كېږي ځواب وركول ئې زمونږ حق دې۔ نرېندر مودي سياسي ګټو له آور سره لوبې كوي۔ د هند د 21 نه زيات سياسي ګوندونه د مودي كردار ته ګوتې نيسي۔ د پاكستان مثبت رويې لامله نړۍ نن پاكستان سره ولاړه ده۔ د پنجاب ګورنر ووئيل د پاك هند ترمينځھ تاؤ تريخوالي او د دې ختمولو په اړه د برطانيې او اروپائي پارلمان غړو ته نن د اتوار په ورځ خط ليكم۔ د ګل په ورځ به د برطانوي او اروپائي پارلمان غړو لخوا د پاك هند ترمينځھ د روان تاؤ تريخوالي وضعې ختمولو قرارداد هم راوړلې شي۔ د پنجاب ګورنر او خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خالي په ورځ د ګډې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د كوم هم فشار نه غېر پائيلوټ خوشې كړې۔ پاكستان هند ته د امن پېغام وركړې دې او مونږ غواړو چې هند جنګي جنون ختم كړي او د مذاكراتو د لارې مسئلې حل كړي۔ د روسيه خارجه وزير په شمول مو نور هېوادو د پلوامې پیښې څخه ړاندې خبر كړې دي چې هند كښې ټاكنې كېدونكي دي او مود ته خپله ماتې خوړل په نظر راځي ځكه هند به ضرور داسې كوم حركت كوي چې په نتيجه كښې هندي اولس د هغه ملاتړ وكړي۔ د يوې پوښتنی په ځواب كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د هند مشرتابه تقسيم شوې ده٬ د مودي چال اپوټه شوې دې۔ هندي حكومت بايد په دې پوهه شي چې دا نوې پاكستان دې او نوې حكومت دې۔ مونږ بريد كولو سره ددوئي سپلائن لائن هم ختمولې شو ولې مونږ يواځې خپل دفاعي صلاحيت ښكاره كړو۔ د فرورۍ 27 مې نېټې كارروائۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل مونږ د كارروائۍ په مهال د خپل دفاعي صلاحيت څرګندونه كړې۔ زمونږ وسله وال ځواك دا ثابت كړې چې هغه د دفاع بشپړه صلاحيت لري۔ ده وئيل هندي ميډيا راپورول كوي۔ په مخصوص ايجنډا كار كوي۔ ده ووئيل هند كښې لويه طبقه جنګ نه غواړي۔ د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور ووئيل شاه محمود قرېشي سره شوي نن ملاقات كښې مونږ هند سره په روانه وضعه او د منطقې په نورو مسئلو خبرې كړې دي۔ دې څخه وروستو دا پرېكړه شوې چې د روانې وضعې په اړه به د برطانيې او اروپائي پارلمان غړو ته خط ليكم۔ كوم كښې به چې هغوي د روانې وضعې ختمولو له د پاكستان لخوا د پورته كېدونكو ګامونو ٬ د هند سيمه كښې د امن تباه كولو او كشمير كښې د بې ګناه كشميري اولس نښه جوړېدو په اړه خبروم۔ ګورنر ووئيل پاكستان اوس هم دا غواړي چې هند سره ټولې مسئلې د مذاكراتو د لارې هوارې كړي ولې چې جنګ كله پېل شي نو نتيجې ئې ټول عمري خطرناكې وي۔ ده ووئيل پاكستان او هند په هېڅ صورت د جنګ متحمل كېدې نه شي۔ ولې كه هند كوم جارحيت وكړو نو ځواب به ئې ضرور وركولې شي۔