
اسلام آباد ۔ 4 مئی (اے پی پی) د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) امير مولانا فضل الرحمن وئيلي دي عمران خان آف شور كمپنۍ لري ٬ د ده د ګوند د غړو بهر هېوادونو كښې اكاؤنټس دي۔ دې بايد وزيراعظم څخه استعفی غوښتلو په ځائې په خپله استعفی وركړي۔ پاناما ليكس په اړه د ټي آو آرز جوړولو اختيار كه وزيراعظم سره نه وي نو مخالفې ډلې سره څنګه كېدې شي۔ د مخالفې ډلې ټي آر اوز كښې تضاد دے ولې چې يو خوا هغه غوښتنه كوي چی د پانامه ليكس پلټنې دې چيف جسټس وكړي او بلخوا هغه وائي ټي او آرز دے زمونږ د مرضۍ وي۔ دا څنګه ممكن ده