اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی) د سینیټ مرستیال چيئرمېن سیدال خان ناصر د نړۍ د500 با اثره مسلمان شخصیتونو په فهرست کښې په ګډه د لومړي مقام په ګټلو وزیراعظم شهباز شریف او د دفاعي ځواکونو مشر (چیف آف ډیفنس فورسز) فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته د زړه له کومې مبارکي ورکړې او هغوی ته یې د درناوي پیرزوینې وړاندې کړې دي. د سېنېټ له خوا د خپرې شوې …
په نړیواله کچه د وزیر اعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منېر ستاینه پاکستان لپاره د ویاړ وړ ده: سیدال خان ناصر

مزید خبریں
اسلام آباد۔15نومبر (اے پی پی) د سینیټ مرستیال چيئرمېن سیدال خان ناصر د نړۍ د500 با اثره مسلمان شخصیتونو په فهرست کښې په ګډه د لومړي مقام په ګټلو وزیراعظم شهباز شریف او د دفاعي ځواکونو مشر (چیف آف ډیفنس فورسز) فیلډ مارشل سید عاصم منیر ته د زړه له کومې مبارکي ورکړې او هغوی ته یې د درناوي پیرزوینې وړاندې کړې دي. د سېنېټ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د سینیټ مرستیال مشر د اتوار په ورځ د خپل د مبارکۍ پیغام كښې ویلي چې وزیر اعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سفارتي هڅو له لارې نه یوازې په سیمه کښې بلکې په نړیواله کچه د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې او ثبات د پراختیا لپاره مثبت رول لوبولې دې، چې په ټوله نړۍ کښې ورته د قدر او ستاینې په سترګه کتل کیږي۔









