د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د اي سي او عمومي سېكرټري سره ملاقات ٬ سيمه ييزو رابطو ته په وده وركولو او د اقتصادي همكارۍ په مضبوطولو اتفاق

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم (ای سی او) خارجه وزيرانو كونسل 30 مې غونډې په موقع د تنظيم عمومي سېكرټري ډاكټر اسد مجيد خان سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم په منطقه كښې په په سيمه ييزه همكارۍ ٬ رابطو او د …

اسلام آباد۔15نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم (ای سی او) خارجه وزيرانو كونسل 30 مې غونډې په موقع د تنظيم عمومي سېكرټري ډاكټر اسد مجيد خان سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم په منطقه كښې په په سيمه ييزه همكارۍ ٬ رابطو او د اقتصادي انضمام مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔ هغه د پاکستان تر مشرۍ لاندې تنظيم لپاره د ټاکل شوي سرليك «د یوې پیاوړې او باثباته اقتصادي همکارۍ تنظيم لپاره د سیمه ‌ییزتوب بیا راژوندي کول» لاندې د پاکستان لومړیتوبونه روښانه کړل او په 2027 كښې د اقتصادي همکارۍ تنظيم (ECO) د سرمشریزې غونډې د کوربتوب لپاره یې د پاکستان د عزم پخلې وكړو۔ عمومي سېكرټري د اي سي او خارجه كونسل 30 مې غونډې لپاره د پاكستان د غوره انتظاماتو ستائنه وكړه۔ هغه پاكستان ته د تنظيم د راروان صدارت سنبالولو او په كال 2027 كښې د وزيرانو كونسل غونډې او د اقتصادي مرستې تنظيم د سرمشريزې غونډې كوربتوب كولو مباركي وركړه۔ نائب وزیراعظم د اي سي او د ايجنډې مخ په وړاندې بوتللو او د پاكستان د صدارت په مهال ددې د ترجيحاتو په ملاتړ كولو د تنظيم د سېكرټرېټ هڅې وستائلې۔ دواړو لارښودو په دې اتفاق وكړو چې د پاكستان د صدارت په مهال د پاكستان او اقتصادي مرستې تنظيم سېکرټرېټ ترمينځه رابطه كاري په ځاې ساتل ضروري دي دغسې چې په ټاكلې شوې اقداماتو په مؤثر توګه عملدرآمد باوري كړې شي او د سيمه ييز پرمختګ او سوكالۍ ګډ هدفونه مخ په وړاندې بوتلې شي۔

مزید خبریں