د سيمه ايزو او بهرنيو سمندري قوتونو شتون د بحر هند اهميت زيات كړې دې۔ زمونږ د سمندري تجارتي لارو ساتنې له سولييز سمندر ضروري دے۔ په بحر هند كښې امن او استحكام ترلاسه كولو له د پاك سمندري ځواك هڅې د ستائنې وړ دي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پاك سمندري ځواك مشق امن 19 ترسېوري لاندې نړيوال مېري ټائم كنفرنس ته خطاب

لندن۔ 9 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د سيمه ايزو او بهرنيو سمندري قوتونو شتون د بحر هند اهميت زيات كړې دې۔ زمونږ د سمندري تجارتي لارو ساتنې له سولييز سمندر ضروري دے۔ په بحر هند كښې امن او استحكام ترلاسه كولو له د پاك سمندري ځواك هڅې د ستائنې وړ دي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د پاك سمندري ځواك مشق …

لندن۔ 9 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د سيمه ايزو او بهرنيو سمندري قوتونو شتون د بحر هند اهميت زيات كړې دې۔ زمونږ د سمندري تجارتي لارو ساتنې له سولييز سمندر ضروري دے۔ په بحر هند كښې امن او استحكام ترلاسه كولو له د پاك سمندري ځواك هڅې د ستائنې وړ دي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د پاك سمندري ځواك مشق امن 19 ترسېوري لاندې نړيوال مېري ټائم كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه د خالي په ورځ دا كنفرسن پېل شو كوم به چې تر درې ورځو كراچۍ كښې دوام لري۔ د كنفرنس د پرانستې دستورې خاص مېلمه د پاكستان اولس مشر ډاكټر عارف علوي وو۔ د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي هم دستوره كښې ګډون وكړو۔ اولس مشر په دې مهال خپل خطاب كښې ووئيل د سيمه ايزو او بهرنيو سمندري قوتونو شتون د بحر هند اهميت زيات كړې دې۔ زمونږ د سمندري تجارتي لارو ساتنې له سولييز سمندر ضروري دے۔ په بحر هند كښې امن او استحكام ترلاسه كولو له د پاك سمندري ځواك هڅې د ستائنې وړ دي۔ د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي دستورې ته خطاب كښې ووئيل مشق امن كښې ټول هېوادونه امن لپاره د يو موټي كېدو عزم سره ګډون كوي۔ ده ووئيل پاك سمندري ځواك بحر هند كښې د ريجنل مېري ټائم سېكېورټي پټرول ترسېوري لاندې خلېج عدن كښې د تجارتي بېړو امنيت پېل كړې۔ ده ووئيل د ګوادر پورټ فعال كېدو سره به د هېواد په معاشي صورتحال كښې ښه والې رامخې ته شي