اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)د د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دې حکومت د ګاز مصرف په اړه د صنعتونو او كورنو حاجت نه خبر دے ٬ د معيشت ټيكاٶ او پرمختګ لپاره حاجتونه تر سره كولو له هر ډول ممكنه ګامونه پورته كولې شي٬ د هېواد د توان حاجتونه ترسره كولو له به اېل اېن جي ټرمينلز جوړولې شي٬ د اوسني حكومت …
حکومت د صنعتونو او كورنو لپاره د ګاز حاجت نه خبر دے

مزید خبریں
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)د د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دې حکومت د ګاز مصرف په اړه د صنعتونو او كورنو حاجت نه خبر دے ٬ د معيشت ټيكاٶ او پرمختګ لپاره حاجتونه تر سره كولو له هر ډول ممكنه ګامونه پورته كولې شي٬ د هېواد د توان حاجتونه ترسره كولو له به اېل اېن جي ټرمينلز جوړولې شي٬ د اوسني حكومت د پاليسو په سوب تر كال 2018 پاكستان كښې توان فاضل شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده كرك كښې د مكوړي ګاز پراسسنګ پلانټ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په تېرو حكومتونو كښې د كورنو او صنعتونو لپاره د ګاز زيات طلب ترسره كولو له مناسب پلاننګ نه وه شوې۔وفاقي وزير ووئيل د ګاز لټون له په بېلا بېلو منصوبو كار روان دے او د ګاز پحقله د 800 اربه روبو منصوبې پېل شوې چې پكښې د اېل اېن جي ټرمينلز او د ګاز پائپ لائن غزول شامل دي۔ده ووئيل پاكستان په تېرو 3 كلونو كښې د توان٬ انفرسټركچر مواصلات ٬ معيشت ٬ سماجي ٬ تېلو او ګاز مثالي پروژې پېل كړې دي ۔ وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي ووئيل كرك ډېر ګاز لري چې له مخې به ئې د ځائي اولس ستونزي ختمې شي او د روزګار موقعې به زياتې شي۔ ده د مكوړي ګاز پراسېسنګ پلانټ پرانستې په موقع ټول پاكستان له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې كمپني به د تېلو او ګاز لپاره خپله سرمايه كاري روانه ساتي۔ دې څخه وړاندې د مول چارواكو وفاقي وزير ته د مكوړي ګاز پراسېسنګ پلانټ پحقله بريفنګ وركړو۔









