اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي حكومت كوټلي پرمختګ او د غريبۍ لرې كولو لپاره په امن ناك ګاونډيتوب٬د سماجي او اقتصادي پرمختګ په پالېسو باور لري۔د نهې پھ ورځ د اېس ډي پي آئي د سيوري لاندې سېمينار ته ده ووئيل د غريبۍ ختمولو لپاره د وسائلو سره د معاشي او سماجي پرمختګ اهميت ته اړتيا ده۔ده ووئيل …
اقتصادي راهداري د چين او پاكستان ترمينځه د قوي او مثالي اړيكو څرګندونه ده

مزید خبریں
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي حكومت كوټلي پرمختګ او د غريبۍ لرې كولو لپاره په امن ناك ګاونډيتوب٬د سماجي او اقتصادي پرمختګ په پالېسو باور لري۔د نهې پھ ورځ د اېس ډي پي آئي د سيوري لاندې سېمينار ته ده ووئيل د غريبۍ ختمولو لپاره د وسائلو سره د معاشي او سماجي پرمختګ اهميت ته اړتيا ده۔ده ووئيل پاكستان د مرستې په ځاې د تجارت په پالېسۍ روان دے او په پرمختللي هېوادونو زور راوړي چې په خپلو پالېسو كښې د پرمختګ كوونكو هېوادونو سره منصفانه سلوك وساتي۔ده ووئيل په صوبائي او قامي كچه شريكې مرستې سره د كوټلي پرمختګ اهداف ترلاسه كېدې شي۔سرتاج عزيز ووئيل د غريبۍ ختمولو له حقيقي خنډان د سياسي نوعيت دي۔ده ووئيل اسلام آباد كښې د دې نه وړاندې كېدونكې سارك غونډې ځنډولو سره د سماجي او معاشي څانګو پرمختګ مخ نيوې شوې۔ده ووئيل د كوټلي پرمختګ اهدافو مقاصد يوازې د پرمختللو هېوادونو نه بلكې پرمختګ كوونكو هېوادوو لپاره هم دې۔سرتاج عزيز ووئيل د عام وګړي پرمختګ يو ښه آپشن دے كه د شيلټرز٬روغتيا او تعليم غوندې څانګو كښې د عام وګړي ژوند لپاره سرمايه كاري وكړې شي نو د كورنيو شخړو او بحران څخه بچ كېدې شي۔سرتاج عزيز ووئيل اقتصادي راهداري د چين او پاكستان ترمينځه د قوي او مثالي اړيكو ښكاره څرګندونه ده۔ده د ماحولياتي چېلنجونو مخ نيوي له په كوټلي اقداماتو زور راوړو









