اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د امريكې د اقتصادي٬توان او ماحوليات چارو خارجه محكمې انډر سېكتر كيتهرين اے نوويلي د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره په تېلي فوني تماس نيولې او د موجوده حكومت به دريو كلونو كښې د مائيكرو اكنامك استحكام او ګورننس ښه والي لپاره ئې د كړو اصلاحاتو او جرآتې ګامونه ستائېلي دي ۔پھ دې موقع د خزانې وزير د امريكې لخوا په …
په د دريو كالو كښې مائيكرو اكنامك استحكام او د ګورننس ښه والي لپاره د اصلاحاتو او جرآتې ګامونو ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د امريكې د اقتصادي٬توان او ماحوليات چارو خارجه محكمې انډر سېكتر كيتهرين اے نوويلي د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره په تېلي فوني تماس نيولې او د موجوده حكومت به دريو كلونو كښې د مائيكرو اكنامك استحكام او ګورننس ښه والي لپاره ئې د كړو اصلاحاتو او جرآتې ګامونه ستائېلي دي ۔پھ دې موقع د خزانې وزير د امريكې لخوا په مرسته مننه وكړه چې په نتيجه كښې يې د پاكستان او امريكې ترمينځه او شخصي څانګه كښې دوه اړخيزه روابط زيات شوي۔كيتهرين اے نوويلي هيله څرګنده كړه چې د خزانې وزير اسحاق ډار واشنګټن دوره كښې به په دوه اړخيزه اقتصادي مرسته خبرې كولې شي۔ده ووئيل پاكستان كښې د پرمختګ زياتولو لپاره دا مرسته به د نوې امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ حكومت هم دغسې په ولوله روانه ساتې ۔د خزانې وزير امريكې په روانو دوه اړخيزه اقتصادي اصلاحاتو د اطمينان څرګندونې سره دا هيله څرګنده كړه چې د امريكې نوې ټاكلې اولس مشر انتظاميې سره به اړيكې مخ په وړاندې لاړې شي۔دواړه لارښود شريكې ګټې له دوه اړخيزه اقتصادي مرستې له په ګډه كار كولو ته سلا شول









