مونږ به قومي اسمبلۍ كښې تاريخي قانون سازي كوو۔ ايوان كښې د معيشت او اوبو په شمول په ټولو مسئلو بايد بشپړه مباحثه وكړې شي۔ د ايوان په سپېځلي ډول چلولو له هڅې كوو۔ حكومت او مخالفې ډلې ته ايوان كښې د خپل نكته نظر وړاندې كولو موقع وركولې شي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر

اسلام آباد ۔ 12 جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي مونږ به قومي اسمبلۍ كښې تاريخي قانون سازي كوو۔ په ايوان كښې د معيشت او اوبو په شمول په ټولو مسئلو بايد بشپړه مباحثه وكړې شي۔ د ايوان په سپېځلي ډول چلولو له هڅې كوو۔ حكومت او مخالفې ډلې ته ايوان كښې د خپل نكته نظر وړاندې كولو موقع وركولې شي۔ په روان سېشن كښې …

اسلام آباد ۔ 12 جنوری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي مونږ به قومي اسمبلۍ كښې تاريخي قانون سازي كوو۔ په ايوان كښې د معيشت او اوبو په شمول په ټولو مسئلو بايد بشپړه مباحثه وكړې شي۔ د ايوان په سپېځلي ډول چلولو له هڅې كوو۔ حكومت او مخالفې ډلې ته ايوان كښې د خپل نكته نظر وړاندې كولو موقع وركولې شي۔ په روان سېشن كښې ايوان ته وړاندې كولو له څلور حكومتي بلونه ترلاسه شوي دي۔ نېب د شهباز شريف او نورو په ضد خپل كار كوي۔ اولس ده ته مېنډېټ وركړې او مونږ د دده پروډکشن آرډر د قاعدو ترمخه جاري كوو۔ په سركاري ټي وي يو پروګرام كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل سپيكر د قاعدو ترمخه ايوان مخ په و ړاندې بوځي او ايوان څخه مرسته ترلاسه كوي۔ ده ووئيل د سپيكر كار ايوان كښې قانون سازي كول وي۔ داسې قانون سازي چې ورسره اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل قومي اسمبلۍ كښې د ايوان مشر او د مخالفې ډلې مشر دواړه محترم دي۔ ده ووئيل دا حقه ده چې څومره پرېكړې مو كړې دي د حكومت او مخالفې ډلې باور ترلاسه كولو سره مو كړې دي۔ ده ددې لوظ پخلې وكړو چې زه به د رولز ترمخه د ايوان كارروائي مخ په وړاندې بوځم۔ ده ووئيل دا مهال ايوان كښې د تاريخ تر ټولو لوئې اپوزيشن دے او سياسي تاؤ تريخوالې هم دے۔ ددې يوې كچې ته د د راوستلو هڅه كوم۔ ده ووئيل بېلو ګوندونو سره مشاورت روان دے۔ خورشيد شاه سره ملاقات هم شوې۔ مسلم ليګ نون سره به هم مشاورت كولې شي۔ قانون سازي يوازې د حكومت نه بلكې د ټول هېواد وي۔ د قائمه كمېټيو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دې لپاره يوه لائحه تياره كړې شوې ده۔ په دې به وخت لګي۔ ده ووئيل د كمېټيو په اړه به په رولز عمل كول وي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې ايوان كښې پياوړې مباحثه وكړې شي۔ د معيشت او اوبو په شمول په نورو مسئلو بشپړه بحث وي۔ ده ووئيل نن پي ټي آئي حكومت كښې ده پرون مسلم ليګ نون وو او سباؤن كښې شايد د بل چا حكومت وي۔ ادارې به مضبوطې جوړول وي۔ داسې چاپېرچل به جوړول وي چې هېواد كښې امن وي د روغتيا او زده كړو آسانۍ وي۔ ده ووئيل تاؤ تريخوالي سره بې چېني سوا كېږي