اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان يو سوله ايز هېواد دے خو د هر ډول جارحيت د بشپړه ځواب وركولو اهليت او صلاحيت لري٬ د هند لخوا بيانونه غېر ذمه ورانه دي٬ بايد هند د داسې بيانونو نه ډډه وكړي٬ مونږ د خبرو د لارې مسئلې حل كول غواړو٬ كوم ډول پروپېګنډې ته چې هند هوا وركوي٬ هغه غېر ذمه …
د خارجه وزير شاه محمود قريشي د پمز روغتون نه بهر مېډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان يو سوله ايز هېواد دے خو د هر ډول جارحيت د بشپړه ځواب وركولو اهليت او صلاحيت لري٬ د هند لخوا بيانونه غېر ذمه ورانه دي٬ بايد هند د داسې بيانونو نه ډډه وكړي٬ مونږ د خبرو د لارې مسئلې حل كول غواړو٬ كوم ډول پروپېګنډې ته چې هند هوا وركوي٬ هغه غېر ذمه وارانه ده٬ د هند لخوا د سرجيكل سټرائيك خبره بې بنسټه ده٬ هيله ده چې د تركيې اولس مشر به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي٬ د وزيراعظم لخوا د تركيې دوره مختصر او جامع وه٬ د متحده عرب اماراتو ولي عهد به د اتوار په ورځ د پاكستان په دوره راځي۔ د خالي په ورځ د پمز روغتون نه بهر مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د ترك اولس مشر په بلنه د تركيې دوره كړې٬ دا دوره مختصر خو جامع او ګټوره وه۔ د تركيې اولس مشر اردوان سره د وزيراعظم ملاقات پاؤ باندې دوه ساعته روان و۔ ده ووئيل چې تركيې او پاكستان په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو بل ملګرتيا كړې۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه به د پنځه كلنې شريكې اقتصادي مرستې روډ مېپ جوړولې شي۔ د دې مسوده به دواړه هېوادونه په يوه مياشت كسې تياروي او په استنبول كښې به په د آسيا زړه په كنفرنس كښې د دې رسمي لوظنامه وشي۔ ده ووئيل چې د ستراتېژيكي كونسل په اړه هڅه كوو چې تر شپږو مياشتو د دې غونډه په اسلام آباد كښې وشي۔ د دې وړومبې غونډه به په استنبول كښې كېږي۔ ده ووئيل چې د پاكستان٬ افغانستان او د تركيې د مشرانو غونډه به په تركيه كښې كېږي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان او د ترك اولس مشر اردوان ترمېنځه يو په يو ملاقات شوے٬ ملاقات مثبت و۔ ده ووئيل چې ترك اولس مشر او مشرانو د فتح الله ګولن په اړه د حكومت رويه او د سترې محكمې لخوا دا تنظيم د ترهګر ګرځولو پرېكړه ستائيلې۔ د تركيې حكومت او اولس په دې د پاكستان مننه كوي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د دورې په مهال د ترك پاكستان بزنس كونسل سره ملاقات كړے۔ وزيراعظم په انقره كښې د چېمبر دوره هم كړې۔ وزيراعظم پلاوي سره يو ځائ د مولانا روم په مزار حاضري كړې۔ پاكستان او تركيې د معاشي اړيكو په وده اتفاق كړے۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د دورې په پاې كښې د جاري شوې اعلاميې نه د دورې د ګټې اندازه كېدے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان سره د اړيكو په اړه د امريكې په سوچ كښې بدلون راځي۔ ده ووئيل چې كه د حسېن حقاني لمن پاكه وي نو پاكستان ته دې راشي او د مقدمو مقابله دې وكړي۔









