اسلام آباد 18 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي بايد سول سروسز تربیتی ادارې دا خبره باورې كړي چې افسرانو له د وركړې كيدونكې تربیې معیار د جدید دور تقاضو سره سم وي او د پاکستان اولس له خذمات وركولو له د هغوي د كار استعداد زياتولو ته پام لرنه وكړې شي۔ ده دا خبره د نهې پھ ورځ د نېشنل سکول آف پبلك پالیسۍ …
اولس مشر ډاکټر عارف علوی په مشرۍ كښې د نېشنل سکول آف پبلك پالیسۍ بورډ آف ګورنرز غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 18 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي بايد سول سروسز تربیتی ادارې دا خبره باورې كړي چې افسرانو له د وركړې كيدونكې تربیې معیار د جدید دور تقاضو سره سم وي او د پاکستان اولس له خذمات وركولو له د هغوي د كار استعداد زياتولو ته پام لرنه وكړې شي۔ ده دا خبره د نهې پھ ورځ د نېشنل سکول آف پبلك پالیسۍ بورډ آف ګورنرز غونډې مشري كولو سره وكړه۔ د نېشنل سکول آف پبلك پالیسۍ ريكټر عظمت علی رانجھا د تيرې غونډې په شويو پريكړو د عملدرآمد راپور وړندې كړو۔ ده د بورډ موجودہ تربیتی کورسز، فیکلټی معیار تقاضو او د سکول عمومی ملازمانو ښېګړې له پورته كړې شوي اقداماتو په اړھ هم خبر كړو۔ اولس مشر ووئيل نېشنل سکول آف پبلك پالیسی دې ډول قامی او نړيوالو ادارو د اړخه تربيې له د ښه پوهې او هغې څخه استفادہ کول غواړي۔ ده ووئيل بايد افسرانو له د بيلو کورسونو دورانیې په كمولو هم غور وكړې شي دغسې چې په زياته شميره افسرانو له تربيه وركړې شي۔ ډاکټر عارف علوی سکول كښې د زيات محققینو او پوهانو تعلیم شاملولو پھ حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل د خرڅونو په اړه د کفایت شعارۍ په پالیسۍ هم په سختۍ سره عمل وكړئ۔ بورډ آف ګورنرز د تيرې غونډې په مهال په شوو پريكړو د عملدرآمد صورتحال جاج واخست۔ اولس مشر سپارښتنه وكړه چې ایجنډا پھ وخت ترسره كولو لپاره د بورډ زياتې غونډې وكړئ۔










