وزیراعظم عمران خان سره د كراچۍ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پلاوي ملاقات ٬ د كراچۍ صنعتونو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه۔ حكومت به صنعتونو ته وده وركولو سره بېروزګاري ختمه كړي۔ د درآمداتو او برآمداتو ترمينځھ فرق به كم كړو۔ د كاروباري طبقې په وړاندېز د اېف بي آر محصولات او پالېسي ونګز جلا جلا كړې شول دغسې چې منصوبه بندي او عملدرآمد په فعاله ډول وكړې شي۔ د وزیراعظم عمران خان د کراچی چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

کراچی ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت به صنعتونو ته وده وركولو سره بېروزګاري ختمه كړي۔ د درآمداتو او برآمداتو ترمينځھ فرق به كم كړو۔ د كاروباري طبقې په وړاندېز د اېف بي آر محصولات او پالېسي ونګز جلا جلا كړې شول دغسې چې منصوبه بندي او عملدرآمد په فعاله ډول وكړې شي۔ د وزیراعظم میډیا آفس څخه جاري شوي بيان ترمخه وزیراعظم عمران …

کراچی ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي حكومت به صنعتونو ته وده وركولو سره بېروزګاري ختمه كړي۔ د درآمداتو او برآمداتو ترمينځھ فرق به كم كړو۔ د كاروباري طبقې په وړاندېز د اېف بي آر محصولات او پالېسي ونګز جلا جلا كړې شول دغسې چې منصوبه بندي او عملدرآمد په فعاله ډول وكړې شي۔ د وزیراعظم میډیا آفس څخه جاري شوي بيان ترمخه وزیراعظم عمران خان سره د كراچۍ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري پلاوي ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د كراچۍ نوموړي صنعتكار شامل وو۔ په حكومتي پلاوي كښې د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ٬ د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختیار ،د آبي وسائلو وزير فېصل واوډا، د سمندري چارو وزير علی زیدی، د آئي ټي وزيرډاکټر خالد مقبول صدیقی ، د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، دوهم وزير حماد اظهر، د وزيراعظم سلاكار ډاكټر عشرت حسېن، د وزیر اعظم خاص مرستيال نعیم الحق او افتخار درانی هم ملاقات كښې موجود وو۔ په دې مهال وزيراعظم ووئيل د ټاكنو نه وړاندې هم زه تاسو ته راغلې ووم او اوس مې بيا تاسو ته د وړاندېزونو راكولو بلنه دركړې ده۔ ده ووئيل حكومت به د صنعتونو ودې سره بېروزګاري ختمه كړي۔ پلاوي وزيراعظم د كراچۍ صنعتونو او دې سره اړوند چارو څخه خبر كړو او د صنعتكارۍ ودې له ئې ده ته وړاندېزونه وركړل۔ په دې مهال د كراچۍ صنعتونو ته د ګاز رسنې ٬ د برېښنا غلا مخنيوي ٬ د برآمداتو په زياتوالي او اېس اېم ايز هم خبرې وشوې۔ وزیراعظم ووئيل د ناجائزه تجاوزات په ضد عملياتو كښې بې وزله كسانو ته د مكمل تحفظ وركولو په اړه كابينې وړاندې هدايات وركړې دي۔