کراچی۔ 9 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت هېواد كښې تجارت او سرمايه كارۍ ته وده او تحفظ وركول غواړي۔د بهر هېوادونو سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د برآمداتو ودې له به د سوداګرو او سرمايه كارو وړاندېزونو هركلې كوو۔ وزیراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د پاكستان اسټاك اېكسچېنج چيئرمېن سلېمان مهدي …
وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته ورسېد۔ د پاكستان اسټاك اېكسچېنج چيئرمېن سلېمان مهدي په مشرۍ كښې په عهدېدارانو مشتمل پلاوي سره ملاقات ۔ دتحريك انصاف حكومت هېواد كښې تجارت او سرمايه كارۍ ته وده او تحفظ وركول غواړي۔ د بهر هېوادونو سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د برآمداتو ودې له به د سوداګرو او سرمايه كارو وړاندېزونو هركلې كوو۔ د وزيراعظم عمران خان د پاكستان اسټاك اېكسچېنج پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
کراچی۔ 9 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت هېواد كښې تجارت او سرمايه كارۍ ته وده او تحفظ وركول غواړي۔د بهر هېوادونو سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د برآمداتو ودې له به د سوداګرو او سرمايه كارو وړاندېزونو هركلې كوو۔ وزیراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د پاكستان اسټاك اېكسچېنج چيئرمېن سلېمان مهدي په مشرۍ كښې په عهدېدارانو مشتمل پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ٬ د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختیار ،د آبي وسائلو وزير فېصل واوډا، د سمندري چارو وزير علی زیدی، د آئي ټي وزيرډاکټر خالد مقبول صدیقی ، د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، دوهم وزير حماد اظهر، د وزيراعظم سلاكار ډاكټر عشرت حسېن، د وزیر اعظم خاص مرستيال نعیم الحق او افتخار درانی هم ملاقات كښې موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل مونږ تجارت او سرمايه كارۍ ته وده ٬ تحفظ او ماركيټ كښې استحكام وركول غواړو۔ ده ووئيل زه تاسو ته راغلې يم تاسو ماته وړاندېزونه راكړۍ۔ ده ووئيل بهرني سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كاري كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل پاكستان د سرمايه كارۍ په لړ كښې استعداد لرونكې هېواد دے۔ په دې مهال د پلاوي غړو په منصب سنبالولو وزيراعظم ته مباركي وركړه او په هېواد كښې مالي استحكام او د ښه كاركردګۍ په څرګندونه ئې د حكومت د مالياتي ډلې ستائنه وكړه۔ پلاوي وزيراعظم سټاک بروکرز او اسټاک مارکیټ سره اړوندو چارو څخه خبر كړو او مالياتي استحكام لپاره ئې ده ته وړاندېزونه وركړل۔ وزيراعظم زياتره وړاندېزونه منظور كړل۔ پلاوي د حكومت په مالياتي پالېسيو حكومت ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ملاقات كښې د ټېكس بېس په پراخا كولو ٬ اسټاك ماركيټس كښې د آئي ټي په كارولو او د غېر قانوني ادائيګو په مخنيوي سلا راغله۔ دې نه وړندې چې كله وزيراعظم عمران خان په يوه ورځنۍ دوره كراچۍ ته ورسېد نو د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د ګوند لارښودو ده ته هركلې ووې۔ وزیراعظم سره ګورنر هاؤس كښې د سندھ ګورنر ملاقات وكړو او ده سره ئې د صوبې پرمختګ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔









