كرپشن د قومي پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوئې خنډ دے۔ د بدعنوانۍ مخنيوي ادارې دې د مالياتي بې قاعدګو مخنيوې باوري كړي دغسې چی د اولس د خوښې نوي پاكستان خوب ريښتيا كړې شي۔د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د’’همارا ایمان کرپشن سے فری پاکستان‘‘ په سرخط سيمينار ته خطاب

اسلام آباد۔ 9 دسمبر( اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي كرپشن د قومي پرمختګ په لاره كښې ترټولو لوئې خنډ ګرځولو سره د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره په جوړې كړې شويو ادارو زور راوړې دې چې هغه دې د مالياتي بې قاعدګو مخنيوې باوري كړي دغسې چی د اولس د خوښې نوي پاكستان خوب ريښتيا كړې شي۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې د"همارا ایمان …

اسلام آباد۔ 9 دسمبر( اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي كرپشن د قومي پرمختګ په لاره كښې ترټولو لوئې خنډ ګرځولو سره د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره په جوړې كړې شويو ادارو زور راوړې دې چې هغه دې د مالياتي بې قاعدګو مخنيوې باوري كړي دغسې چی د اولس د خوښې نوي پاكستان خوب ريښتيا كړې شي۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې د”همارا ایمان کرپشن سے فری پاکستان” په سرخط سيمينار ته خطاب كښې وكړه۔ ددې سيمينار كولو اهتمام نېب د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځې په موقع كړې وو۔ اولس مشر ووئيل له بدعنوانۍ قابو كولو غېر پاكستان د پرمختګ له پړاؤنو تېرېدې نه شي۔ د پاكستان د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوئے خنډ كرپشن دے۔ د ختيځ پاكستان جلا كېدو كښې له استحصالۍ زيات لاس د كرپشن وو۔ ده د اتوار په ورځ د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځې په مهال دستورې ته خطاب كولو۔ اولس مشر ووئيل هېواد څخه د كرپشن ختمولو له د اوږدې مودې هڅو كښې زما هم كردار پاتې شوې دې۔ ده ووئيل زه دا ګڼم چې د ختيځ پاكستان په جلا كېدو كښې له استحصالۍ زيات لاس د كرپشن وو۔ ده ووئيل كله چې ختيځ پاكستان بنګله دېش جوړ شو نو زمونږ غله مونږ سره او د هغوي غله هغوي سره پاتې شؤ۔ ده ووئيل بدعنواني د پاكستان پرمختګ كښې تر ټولو لوئے خنډ دے۔ ده ووئيل حكومت او ادارې كرپشن ختمولې شي ولې په دې په بشپړه توګه قابو موندل ډېر ګران دي۔ ده ووئيل له خدائے ويره او د ذمه وارۍ احساس كرپشن ختمولو كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل كه له خدائے ويره او د ذمه وارۍ احساس په صحيح معنو كښې پېدا شي نو د كوم قانون او عدالت حاجت نه پاتې كېږي۔ اولس مشر ووئيل د وخت حكمران بايد ريښتونې او ايماندار وي۔ ده ووئيل كه قانون وي ولې عملدرآمد پرې نه وي نو ددې قانون حېثيت د كاغذ د يو ټكړې نه زيات نه وي۔ اولس مشر ووئيل د قانون سرلوړي نشتوالي لامله په ټولنه منفي اغېز راځي۔ سپېځلتيا ٬ اهليت او حكمت د بدعنوانۍ ختمولو له مهم دي۔ ده ووئيل د چا د اثاثو په بنياد پلټنې نه يوازې په اسلامي نړۍ بلكې په ټوله نړۍ كښې مروجه اصول دي۔ په نړۍ كښې وائټ كالر جرمونو په ضد پلټنې عمومي تګلاره وي۔ اولس مشر ووئيل د قانون نه نافذ كېدو په نتيجه كښې بدعنواني او لاقانونيت خپرېږي۔ ده ووئيل د كم قسمتۍ نه ځينې كسانو پاكستان څخه په اربونو ډالره لوټ كړي دي او د دې ئې مني لانډرنګ كړې او د هېواد په محلو كښې ماشومان خېر غواړي۔ حكومت د هېواد معيشت ساګانې روانې ساتلو له د فنډز جمع كولو هڅې كوي۔ دې څخه وړاندې اولس مشر د يادګاري ډاګ ټكټ او د 50 روپۍ سكې اجراﺀ وكړه په كومه چې د بدعنوانۍ مخنيوي په اړه پېغامونه درج وو۔ اولس مشر د نېب غوره افسرانو ترمينځھ سندونه او د مېلمنو ترمينځھ شيلډز ووېشل۔ د نېب چيئرمېن هم اول مشر ته يادګاري شيلډ وركړو۔ د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال د ادارې په كاركردګۍ رڼا واچوله۔ ده خپل دور كښې د پورته كړې شويو ګامونو په اړه ووئيل هېواد بدعنوانۍ څخه پاكولو له نېب د شخصيت په ځائې كېس ته د كتلو پالېسي خپله كړې ده۔ ده د پخوا په مقابله كښې د موجوده حكومت د نېب ادارې په خپلواكۍ كښې د كردار اعتراف وكړو۔ ده په ډاګه كړه چې نېب د پلټنيو عمل كښې چا څخه ډكټېشن نه اخلي۔ نېب يوازې پلټنې كوي۔ د كوم ګوند يا ډلې په نښه كول يا ئې ملاتړ كول مقصد نه دي۔ دا كوم مغليه سلطنت نه دے۔ نېب د كومې هم بدعنوانۍ پلټنيو له كوم هم وګړي څخه د پوښتنې قانوني حق لري۔ د نېب د سزاګانو شرح تر 70 فيصده زياته شوې ده۔ ده ووئيل د نېب د فعال پراسیکیوشن په نتيجه كښې د احتساب عدالت لخوا په مضاربه كېس كښی د 10 اربه روپو ريكارډ جرمانې ولګولې شوې ۔ چيئرمېن ووئيل ادارې تېر كال 13.64 ارب روپے برآمد هم كړې او ځپليو ډلو ته ئې ادا هم كړې۔ د ملګرو ملتونو د يو اېن او ډي سي كنټري استازي د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر پېغام اورولو سره ووئيل د نړيوال جي ډي پي 5 فيصد يا 2.7 ټریلین ډالر هر كال د بدعنوانۍ مخ كېږي۔ ده سپېځلتيا له په وده وركولو او د غلا شويو اثاثو برآمد كولو له په ګډه د هڅو كولو په حاجت زور راوړو۔ د پاکستان انسټی ټیوټ آف لیسجلېټو ډوېلپمنټ اېنډ ټرانسپرنسی (پلډاټ) صدر احمد بلال محبوب د نېب د هڅو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل نن د احتسابي عمل زيات اهميت دے چې ورسره د نېب ذمه وارۍ هم څو چنده زياتې شوي دي۔