پاکستان كښې اوس د بدعنوانی او منی لانډرنګ هېچ ګنجائش نشته۔ حكومت په بې پرې احتساب باور لري۔ څوك هم چې په بدعنوانۍ كښې ككړ وي په ضد به ئې كارروائي كېږي۔ حکومت هېواد كښې د کرپشن ختمولو ٬ د غوره ګورننس او د قانون د سرلوړۍ عزم لري۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوھدری فواد حسېن برطانیھ كښې د مېشته پاکستانی کمیونټی غونډې ته خطاب

لندن۔08 دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوھدری فواد حسېن وئيلي دي پاکستان كښې اوس د بدعنوانی او منی لانډرنګ هېڅ ګنجائش نشته۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاکستان تحریک انصاف حکومت هېواد كښې د کرپشن ختمولو ، د غوره ګورننس او د قانون د سرلوړۍ عزم كړې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستانی ھائی کمېشن احاطه كښې برطانیھ كښې د مېشته پاکستانی کمیونټۍ يوې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ برطانیھ كښې د پاکستان دوهم ھائی کمشنر محمد ایوب هم په دې موقع خطاب وكړو۔ چوھدری فواد حسېن دا مهال د برطانيې په دوره دې۔ ده په ټول ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف او د تحريك انصاف د چيئرمېن ملاتړ او په مرسته كولو د سمندرې پورې پاكستانيانو مننه وكړه۔ ده ووئيل د قوم بابا قائداعظم محمد علی جناح او پخپله عمران خان سمندرې پورې پاكستانې پاتې شوې دې او دوئي د خلقو د حقونو په تحفظ كښې مهم كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د حكومت جوړېدل د سټېټس كو او كرپټ نظام په ضد د متوسطې طبقې انقلاب دے۔ د تحریک انصاف حکومت په اولني ځل طاقتور كسان او ډلې قانون ته مخامخ كړې دي۔ كومو ډلو چې ځان د قانون نه بالاتر ګڼلو هغوئي ئې نيولي او په دوئي د مقدمو چلولو سره سره ئې دوئي زندانونو ته رسولې دي۔ ده ووئيل تېرو حكومتونو بدعنوانه يو اړخ ته د وژونكو په ضد ئې هم كوم ګام نه دې پورته كړې۔ په پاك هند اړيكو كښې د كشمير مسئلې ذكر كولو سره ده ووئيل پاكستان هند سره غوره اړيكې او د مذاكراتو د لارې د كشمير مسئلې سولييز حل غواړي۔ د پاكستان او هند ترمينځھ د كشمير په مسئله درې جنګونه شوي دي۔ ولې ددې مسئلې كوم حل رامخې ته شوې نه دې۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د مقبوضه كشمير مسئلې په شمول ټولې چارې د خبرو اترو د لارې د حل كولو هڅه كړې ولې افسوس په دې خبره دې چې هند ټول عمري د پاكستان لخوا د مذاكراتو پېشكش رد كړې دې۔ د راهدارۍ پرانستې په اړه ده ووئيل دې سره به هند كښې مېشته د سكھ كميونټي غړو ته پاكستان كښې د مذهبي ځايونو ياترا كښې مرسته ترلاسه شي۔ د هېواد مخ په وړاندې تلونكي معيشت په اړه ده ووئيل د حكومت په زيركتيا د اډانه اقتصادي پالېسۍ په سوب بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو لخوا ترسيلات زر كښې ريكارډ اضافه شوې ده۔ ده ووئيل دا مهال سمندر پورې پاكستانيان د 20 زره ارب ډالرو زرمبادله رالېږي۔ ده ووئيل زمونږ حكومت به سمندر پورې پاكستانيانو ته د ټولو اسانيو وركولو له كار كوي۔ حكومت د ترسيلات زر رالېږونكو پاكستانيانو ډاډګيرنه كوي۔ ده ووئيل حكومت دا ترسيلات زر د كال په سر تر 30 اربه ډالرو رسول غواړي۔ ده ووئيل هېواد كښې د سلامتيا صورتحال مخ په ښه كېدو دې۔ امريكا ٬ جاپان او نورو هېوادونو څخه سرمايه كار هېواد كښې بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ له راروان دي۔ ده ووئيل حكومت مذهبي سېلګرۍ ته وده وركول غواړي۔ د نړۍ د غرونو 12 تر ټولو دنګې څوكې پاكستان كښې دي۔ پاكستان كښې يو شمېر تاريخي ځايونه موجود دي۔ ده ووئيل د سعودي عربستان په شمول يو شمېر هېوادونو په پاكستان چين اقتصادي راهدارۍ او ددې منصوبې تر سېوري لاندې د كركيلې ٬ سېلګرۍ او نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ ده ووئيل د اطلاعاتو په وزارت كښې د دوهم سېكتر په مشرۍ كښې يو يونټ جوړ كړې شوې دې ۔ دا يونټ به د سمندر پورې پاكستانيانو شكايتونه ترلاسه كوي۔ په برطانيه كښې مېشته پاكستانيان دې يونټ څخه استفاده كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د آئین ترمخه دوه ځائيز شهريت لرونكي ووټ كارولې نه شي ولې د حقونو او ګټو په لړ كښې د پاكستاني وګړو او د سمندرې پورې پاكستانيانو ترمينځھ هېڅ فرق نشته۔