
بنو 03 مئی (اے پی پی) د جمعیت علماء اسلام(ف) امیر مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم محمد نواز شریف بنو ته د راتږ هركلې كولو سره وئيلې دې د وزیراعظم راتږ سره د بنو پشمول زياتو پسماندہ ضلعو كښې به د پرمختګ نوې دور پيل شي ، د صوبې د مینډیټ ادعا كونكې د پرمختګ د نام نه خبر هم نه دي ، د خېبر پښتونخوا د مږو څخه يريدونكے د پنجاب زمري چيړي۔ وزیراعظم به چرته هم نه ځي خو كه د دې خلقو وار راغلو نو دوې به نه په زندان او نه په كور چائې مومي بلكې دوي به د سخرګنۍ كره ځي ،ده ووئېل د هغوي روغتونونه هم بهر هيوادونو كښې آف شور کمپنی لري ، كه احتساب پيل شو نو بيا به د ټولو كېږي ، مونږ په میدان عمل كښې ولاړ يو ، ده ووئېل خپل تهذیب او روایات به ختم نه كړو۔ د نهې په ورځ اولسې غونډې ته ده د وزیراعظم محمد نواز شریف هركلې كولو سره ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف بنو ته راتږ مونږ له تاريخي ورځ ده