كوئټه كښې د مائن چاؤدنې پېښه – يو پوليس اهلكار مړ – څلور ژوبل

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د كوئټه په سرياب روډ سيمه د پوليسو ګاډې د سړك پغاړه مائن سره د جنګېدو پھ نتيجه كښې يو پوليس اهلكار مړ او څلور ژوبل شوي دي۔ د پي ټي وي راپور له مخې د نهې په سهار د پوليسو ګاډې د معمول په ګزمه و كوم چې پېښې سره مخ شو۔ د خبر له مخې ژوبل شوي اهلكار نزدې روغتون ته رسول شوي دي