سندھ كښې د ګورنر راج هېڅ امكان نشته۔ په ميډيا رامخې ته شوې داسې خبرونه بې بنسټه دي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

ملتان۔28 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي په سندھ كښې د ګورنر راج نافذ كولو هېڅ امكان نشته او په دې اړه په ميډيا رامخې ته شوې خبرونه بې بنسټه دي۔ دغلته يو ټاكلې حكومت كار كوي ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د احتساب ادارې خپلواكه دي او د آصف زرداري د نيولو …

ملتان۔28 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي په سندھ كښې د ګورنر راج نافذ كولو هېڅ امكان نشته او په دې اړه په ميډيا رامخې ته شوې خبرونه بې بنسټه دي۔ دغلته يو ټاكلې حكومت كار كوي ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د احتساب ادارې خپلواكه دي او د آصف زرداري د نيولو پرېكړه اړوندو ادارو له كول دي۔ د آل پارټيز كنفرنس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل آل پارټیز کانفرنس ټول عمري د جمهوري هڅو په مهال كېږي۔ د مخالفې ډلې اے پي سي كومه ايجنډا نه لري۔ كه دې سره جمهوريت ته زيان ورسېدو نو دا به يوه ښه خبره نه وي۔ ده ووئيل د پاكستان مسئلې په 60 ورځو كښې پېدا شوې نه دي۔ اولس ته معلومه ده چې د مسئلو ذمه وار څوك دي۔ ده ووئيل بېلې صوبې له كمېټۍ كار كوي۔ د آئيني بدلون د لارې به سوئيلي پنجاب يوه بېله صوبه جوړه كړو۔ دې لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ ته هم اړتيا ده۔ ده ووئيل سندھ كښې د ګورنر راج نافذ كېدو خبرې سمې نه دي

مزید خبریں