د پاكستان سټيزن پورټل جوړولو مقصد د پاكستاني اولس شكايت په وخت ترلې كول دي۔ پاكستانې اولس به نېغ په نېغه خپل شكايتونو تر وزيراعظم رسولې شي۔ پاکستان سټیزن پورټل كښې 3 لکھ 82 زره شكايتونه د دقيقې حساب سره درج كېدې شي۔ د ادارو په اړه به هره مياشت راپور جاري كولې شي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان سټيزن پورټل جوړولو مقصد د پاكستاني اولس شكايت په وخت ترلې كول دي۔ پاكستانې اولس به نېغ په نېغه خپل شكايتونو تر وزيراعظم رسولې شي۔ پاکستان سټیزن پورټل كښې 3 لکھ 82 زره شكايتونه د دقيقې حساب سره درج كېدې شي۔ د ادارو په اړه به هره مياشت راپور …

اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان سټيزن پورټل جوړولو مقصد د پاكستاني اولس شكايت په وخت ترلې كول دي۔ پاكستانې اولس به نېغ په نېغه خپل شكايتونو تر وزيراعظم رسولې شي۔ پاکستان سټیزن پورټل كښې 3 لکھ 82 زره شكايتونه د دقيقې حساب سره درج كېدې شي۔ د ادارو په اړه به هره مياشت راپور جاري كولې شي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل د خلقو د روزانه په بنياد پبلك آفس هولډر سره كار وي نو كوم پبلک آفس هولډرز چې د اولس د شكايت په وخت ازاله نه كوي يا دده خبره نه اوري نو خلق دده په ضد په پاكستان سټيزن پورټل كښې خپل شكايت درج كولې شي كوم به چې نېغ په نېغ وزيراعظم ته ځي او د خلقو د شكايتونو ازاله له به په سمدستي توګه احكامات هم جاري كولې شي دغسې چې د اولس ستونزې كمې كړې شي۔ ده ووئيل د پوليس په شمول د روغتيا ٬ زده كړو او نورو څانګو په ضد هم شكايات درج كېدې شي۔ ده ووئيل ترلاسه كېدونكي شكايتونه به اړوند محكمو ته لېږلې ش او دوئي څخه به د شكايتونو ازالې په لړ كښې ځواب هم غوښتلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كومو سيمو كښې چې انټرنېټ سروس نشته ددغې ځائې وګړي خپل شكايتونه او خپلې مسئلې د ټېلې فون يا بيا د خط د لارې لېږلې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په پاکستان سټیزن پورټل هېڅ كمپلېنټ سېل نشته بلكې دا يو پورټل دے او دا ډول پورټل وړاندې نه دې جوړ كړې شوې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سندھ نه علاوه په نورو درې صوبو كښې د پي ټي آئي حكومت دے او مونږ به د نورو صوبو په ډول سندھ كښې هم ددې پورټل په غوره توګه كارولو له هڅې كوو او د سندھ اعلی چارواكو به ددې پورټ افاديت او اهميت په لړ كښې غوره لارښودنه وكړو او ددې به ګټورې نتيجې رامخې ته شي۔

مزید خبریں