د وزیراعظم عمران خان مشن پاكستان د نړۍ په نقشه عزت او وقار لرونكې هېواد جوړول دي۔ په پي ټي آئي كښې كومه ډله بازي نشته۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرتابه بشپړه باور لرو۔ پروېز خټك پاكستان سرمايه كارۍ لپاره يو غوره هېواد دے۔ سي پېك به ګېمز چېنجر ثابت شي۔ په نوښار كښې خبريالانو سره خبرې

نوښار ۔21 اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خان خټك وئيلي دي چې د وزيراعظم مشن پاكستان د نړۍ په نقشه عزت او وقار لرونكې هېواد جوړول دي۔ موجوده معاشي ستونزې مونږ ته په ميراث كښې پاتې شوي دي۔ تېرو حكمرانانو د كرپشن او كمېشن د لارې هېواد 30 زره اربه روپۍ قرض دارې پرېښودو۔ ددې قرضې ختمولو له مونږ له د مجبورۍ نه آئي اېم اېف څخه قرضه اخستل دي۔ د وزيراعظم عمران خان بشپړه هڅه ده چې په بې وزله وګړو بوج رانشي۔ آئي اېم اېف ته تلل زمونږ مجبوري ده۔ بياهم نورو ملګرو هېوادونو سره خبرې روانې دي۔ پاكستان سرمايه كارۍ لپاره غوره هېواد دے۔ سي پېك به ګېمز چېنجر ثابت شي۔ دې سره به د خېبرپختونخوا او بلوچستان په شمول ټول هېواد كښې د پرمختګ نوې دور پېل شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نوښار دورې په مهال خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع ډاكټر عمران خان او اېم پي اے ابراهيم خټك هم موجود وو۔ ددفاع وفاقي وزير اېم پي اے ابراهيم خټك ته هدايت وكړ چې هغه د خزانې صوبائي وزير تېمور خان جھګړا سره وويني او د نوښار روغتون او عملې كمي په اړه منظوري واخلي۔ ده ووئيل ما پخپله د يوې پېسې كرپشن نه دے كړې نو نور به څنګه معاف كړم۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شريف او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف او د دوئي د كورنۍ په ضد هم ددوئي په دور كښې نېب رېفرنس جمع كړل او ددوئي په ضد كارروائۍ وكړې شوې۔ دوئي په وزيراعظم عمران خان او ادارو بې بنسټه تورونه لګوي۔ ولې عمران خان به د دوئي په بلېك مېلنګ كښې نه راځي۔ دوئي به عدالتونه ته مخ وي او خپله بې ګناهي به ثابتوي۔ ده ووئيل په پي ټي آئي كښې هېڅ ډله بازي نشته مونږ د وزيراعظم عمران خان په مشرتابه باور لرو هغه د صوبو او هېواد په ګټه غوره پرېكړې كوي