اسلام آباد ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) د فېډرېشن آف پاكستان چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري دوهم صدر كريم عزيز ملك بيان وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په ټولو مهمو اقتصادي معاملو كښې كاروباري ورورولۍ سره د بشپړه مشاورت په پرېكړه مونږ دده مننه كوو۔ مشاورت سره به د پالېسۍ جوړولو عمل تازه شي او دې سره به د هېواد د پرمختګ رفتار زياتېدو سره سره د كاروباري ورورولۍ باور هم زيات شي۔ د اېف پي سي سي آئي دوهم صدر كريم عزيز ملك ووئيل چې تېره ورځ د اېف پي سي سي آئي پلاوي وزيراعظم عمران خان سره تفصيلي ملاقات وكړو په كوم كښې چې د مهمو اقتصادي چارو٬ بهرنيو منډيانو ته رسنې ٬ ټرېډ پروموشن، په کاروباری مصرف كښې د كمي په اړه او د برآمداتو په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو له پرېكړه وكړې شوه۔ د كومې چې په بشپړه توګه ملاتړ كوو۔ده غوښتنه وكړه چې وزيراعظم دې هر درې مياشتې پس كاروباري ورورولۍ سره ملاقات كوي دغسې چې ده ته د نظام د كمزورو او د تجارت په لاره كښې د ولاړو خنډانو اندازه وشي۔ ده ووئيل اېف پي سي سي آئي به د ځائي صنعت استحكام او برآمدات زياتولو له سفارشات هم وړاندې كړي دغسې چې د زرمبادلې پنګې مستحكم او اولس ته روزګار په لاس ورشي