تهران 07 اکتوبر (اے پی پی) د ایران خارجه وزير محمد جواد ظریف وئيلي دي چې امریکې د جوهری لوظنامې څخه په شا كيدلو سره دا ثابت کړې چې په هغوي د خبرو اترو په لړ كښې باور نه لرو۔ محمد جواد ظریف الجزیرہ ټیلی ویژن سره په خپلو خبرو كښې وئيلي چې امریکې د نړيوالو لوظنامو څخه جلا كيدو سره دا خبره ثابت کړې چې مونږ د خبرو اترو په لړ كښې پھ هغوي باور نه شو كولې او ایران د امریکې سره د خبرو اترو كولو نه كوم شوق لري۔ ده د جوهری لوظنامې تحفظ له د ایران او اروپائي هېوادونو ترمينځه د شويو خبرو اترو پلو اشارہ کولو سره ووئيل چې ایران اروپائي هېوادونو له يوه موقع وركړې چې جوهری لوظنامې څخه د امریکې په شا كيدو زيان پوره كړي۔