قاهره 04 اكتوبر (اے پي پي) د مصر د كورنيو چارو وزارت وئيلي دي چې د سينا جزيرې په شمالي العريش سيمه كښې د عملياتو په مهال 15 ترهګر وژلې شوي دي۔ د مصر پوځي ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو ته اطلاع وركړې شوې وه چې په العريش سيمه كښې د ترهګرو يوه ډله د ترهګرې پلان جوړوي۔ د امنيتي ذريعو له مخې امنيتي ځواكونو د ترهګرو نيولو لپاره عمليات وكړل خو ترهګرو په امنيتي ځواكونو ډزې وكړې چې په ځوابي ډزو كښې 15 ترهګر ووژلې شول۔ د ترهګرې د اډې نه په لويه اندازه وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه شوې دي