د اولس مشر ممنون حسېن په مشرۍ كښې د ذيابيطس ورځې په مهال ايوان صدر كښې واك۔ انسان خپل ژوند كښې څو بدلونونه راوستلو سره د ذيابېطس او نورو موذي مرضونو څخه ځان ساتلې شي۔ اولس ته د غوره ژوند تېرولو په اړه معلومات وركولو له دا ډول هلې ځلې بايد په ښكته او د كليو په كچه وكړې شي۔ د اولس مشر ممنون حسېن ګډون كوؤنكو ته خطاب

APP47-13 ISLAMABAD: November 13 - President Mamnoon Hussain addressing the participants of World Diabetes Day Symbolic Walk at Aiwan-e-Sadr. Minister of State for CADD Dr. Tariq Fazal Chaudhary is also present. APP

اسلام آباد ۔ 13 نومبر (اے پی پی) د اولس مشر ممنون حسېن په مشرۍ كښې د ذيابيطس ورځې په مهال ايوان صدر كښې د واك اهتمام وكړے شو۔ واك كښې بېلو مكتب فكر سره تعلق لرونكو ګڼ شمېر كښې ګډون وكړو۔ د دې واك مقصد اولس كښې د ذیا بیطس په اړه شعور بېدارول دي۔ په دې مهال خپل خطاب كښې اولس مشر ووئيل انسان خپل ژوند كښې څو بدلونونه راوستلو سره د ذيابېطس او نورو موذي مرضونو څخه ځان ساتلې شي۔ ده ووئيل اولس ته د غوره ژوند تېرولو په اړه معلومات وركولو له دا ډول هلې ځلې بايد په ښكته او د كليو په كچه وكړې شي۔ اولس مشر ووئيل ټولې ادارې بايد حكومت سره په ګډه اولس ته غوره اسانۍ وركولو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر خپل خطاب كښې د ذوالفقار علی بھټو شهید پوهنتون د خدماتو ستائنه وكړه۔ ده د ګوادر سي پورټ په پرانسته اولس ته مباركي هم وركړه۔ ده ووئيل پاک چین اقتصادی راهداری منصوبه پايې ته رسېدو سره به پاكستان د منطقې يو مهم هېواد جوړ شي۔ په دې مهال دوهم وزير طارق فضل چوهدري ٬ د ډنمارك سفير اولے تھامسے او د ذوالفقار علی بھټو شهید پوهنتون وي سي هم موجود ؤ۔