پي اېس ډي پي :  د مواصلات ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره په مجموعي توګه 224,709.05 ميليونه روپۍ بيلې شويې

  اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د پي اېس ډي پي ترمخه  د مواصلات ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره په مجموعي توګه 224,709.05 ميليونه  روپۍ بيلې كړې شوي ۔  د مواصلات ډويژن ترمخه  د نېشنل هائي وے اتھارټي (اين ايچ اے) سټريټجكي سترو لارو پروژو لپاره 224,514.51 ميليونه  روپۍ او نورو پروژو  لپاره 194.54 ميليونه  روپۍ بيلي شوي۔ د نېشنل هائي وے اتھارټي ترمخه روانو پروژو كښې …

 

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د پي اېس ډي پي ترمخه  د مواصلات ډويژن پرمختيائي پروژو لپاره په مجموعي توګه 224,709.05 ميليونه  روپۍ بيلې كړې شوي ۔  د مواصلات ډويژن ترمخه  د نېشنل هائي وے اتھارټي (اين ايچ اے) سټريټجكي سترو لارو پروژو لپاره 224,514.51 ميليونه  روپۍ او نورو پروژو  لپاره 194.54 ميليونه  روپۍ بيلي شوي۔ د نېشنل هائي وے اتھارټي ترمخه روانو پروژو كښې خضدار نه تر كچلاك اين-25 دوه اړخيزه كولو  لپاره 22,000 ميليونه  روپۍ، كراچي-كوئټه-چمن روډ (اين-25) بيل سيكشنز دوه اړخيزه كولو او د بحالۍ پروژو لپاره  30,000 ميليونه  روپۍ او 48,000 ميليونه  روپۍ،  د هكلا (ايم-1) نه تر ډيره اسماعيل خان موټروے جوړولو لپاره 1,000 ميليونه  روپۍ،  د انډس هائي وے (اين-55) شكارپور-راجن پور سيكشن لپاره 5,000 ميليونه  روپۍ، راجن پور نه تر ډي جي خان سيكشن 4-لين هائي وے جوړولو لپاره 5,000 ميليونه  روپۍ او د  ډي جي خان نه تر ډي آئي خان سيكشن بحالۍ لپاره 5,000 ميليونه  روپۍ بيلي شوي دي ۔

مزید خبریں