د راروان  مالي كال 2026-27 سركاري پرمختيائي پروګرام كښې د آزاد جموں وكشمير  و ګلګت بلتستان  لپاره  89 اربه روپو څخه زيات فنډز بيل كړے شو

  اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) راروان  مالي كال 2026-27 كښې د سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام كښې د آزاد جموں و كشمير  و ګلګت بلتستان  لپاره  89 اربه روپو څخه زيات فنډز بيل كړے شوے۔د جمعې په ورځ جاري كړي  د راروان  مالي كال سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام كښې 2 نوو او 9 روانو سكيمونو  لپاره  45 ارب 5 كروړه روپۍ بيلې كړې شوي۔ د 9 روانو سكيمونو …

 

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) راروان  مالي كال 2026-27 كښې د سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام كښې د آزاد جموں و كشمير  و ګلګت بلتستان  لپاره  89 اربه روپو څخه زيات فنډز بيل كړے شوے۔د جمعې په ورځ جاري كړي  د راروان  مالي كال سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام كښې 2 نوو او 9 روانو سكيمونو  لپاره  45 ارب 5 كروړه روپۍ بيلې كړې شوي۔ د 9 روانو سكيمونو  لپاره  43 كروړه 10 لكهه  54 زره روپۍ او دوو نوو سكيمونو  لپاره  1 ارب 94 كروړه 45 لكهه  روپۍ بيلې كړې شوي۔ نوو پروژو كښې د آزاد كشمير ډي ايچ كيوز كښې  د سي ټي سكين او اېم آر آئي مشينونو لګولو لپاره  94 كروړه 45 لكهه  روپۍ، د بجلي وركولو نيټ ورك  ښه والي لپاره  1 ارب روپۍ بيل كړې شوي۔دغسې روانو 9 پروژو كښې د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ ودانۍ جوړولو لپاره  1 ارب 47 كروړه 54 لكهه  روپۍ،48 ميګاواټ جاګراں ټو هائيډرو پاور پراجيكټ  لپاره  1 ارب 14 كروړه 53 لكهه  روپۍ، رټھوعه هريام پل جوړولو لپاره  88 كروړه 44 لكهه  روپۍ، د بلاك ايلوكيشن په لړ كښې 33 اربه روپۍ،د وزيراعظم خصوصي پيكيج ترمخه 5 اربه روپۍ اېښودلې شوي۔مير واعظ ميډيكل كالج مظفرآباد  لپاره  15 كروړه 22 لكهه  روپۍ، د ايم بي بي اېس ميډيكل كالج ميرپور  لپاره  43 كروړه روپۍ،د نوسيري ليسوا بائي پاس روډ جوړولو  لپاره  27 كروړه 25 لكهه  روپۍ او 40 ميګاواټ دوارياں هائيډرو پاور پراجيكټ  لپاره  29 كروړه 97 لكهه  روپۍ بيلي كړې شوي۔ دغسې د لائن آف كنټرول دواړه اړخه متاثره آبادۍ بحالۍ  لپاره  39 كروړه روپۍ  او د ګلګت بلتستان  لپاره  43 اربه 97 كروړه 33 لكهه  روپۍ بيلي شوي۔ دي

مزید خبریں