ګوادر څخه د اولني كارګو جهاز روانېدو سره د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه عملي شوې۔ كاشغر څخه د تجارتي قافلې ګوادر ته راتګ سره نوې تاريخ رقم شوے۔ اقتصادي راهدارۍ سره به پاكستان د تجارتي او معاشي هلو ځلو مركز جوړ شي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف ګوادر څخه د اولني مېګا پائلټ ټرېډ كارګو راونولو دستورې ته خطاب

APP36-13 GWADAR: November 13 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing the launching ceremony of Pilot Project - First Trade Convoy. APP

ګوادر ۔ 13 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي ګوادر څخه د اولني كارګو جهاز روانېدو سره د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبه عملي شوې۔ كاشغر څخه د تجارتي قافلې ګوادر ته راتګ سره نوې تاريخ رقم شوے۔ اقتصادي راهدارۍ سره به پاكستان د تجارتي او معاشي هلو ځلو مركز جوړ شي۔ سيمه كښې به امن او سلامتيا وده ومومي۔ د سی پېک ګټو څخه به ټول هېواد استفاده وكړي۔ ګوادر كښې د څښلو پاكو اوبو لپاره به 11 نيم اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم محمد نواز شریف ګوادر څخه د اولني مېګا پائلټ ټرېډ كارګو راونولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل ګوادر څخه د اولني تجارتي سمندري جهاز روانېدل يو مهم سنګ ميل دے۔ دې منصوبې سره به پاكستان د سوئيلي آسيا ٬ منځنۍ آسيا او چين ترمينځھ يو مهم تجارتي مركز جوړ شي۔ ګوادر هم يو اقتصادي مركز جوړېدو پلو روان شوے۔ وزيراعظم ووئيل نن يو نوے دور پېل شوے۔ ده ووئيل دې تاريخ جوړؤنكې دستورې ته خطاب ما لپاره د درناوي خبره ده۔ وزیر اعظم د دې منصوبو پايې ته په رسولو كښې په ذاتي خوښي لرلو د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف مننه كولو سره ووئيل د اېف ډبلیو او هڅو سره د سړكونو تړلې نېټ ورك جوړ شوے۔ سی پېک د چینائي اولس مشر شی جن پنګ د وژن “يوه سيمه يو سړك” عكاسي كوي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان چين سره په ملګرتيا وياړ لري او مونږ چين ته دا باور وركوؤ چې د سي پېك ترمخه منصوبو پايې ته رسولو كښې به هېڅ كمې كولې نه شي۔