ګوادر ۔ 13 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د 46 ارب ډالر مالیت پاک چین اقتصادی راهداری منصوبې په لړ كښې د ګوادر بندرځائې د لارې د چينائي برآمداتو تر نړيوال ماركيټ رسنې پرانستې له د اتوار په ورځ ګوادر ته ورسېد۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف ٬ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف ٬ د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر خان جنجوعه ٬ دنېشنل ګوند مشر میرحاصل بزنجو او د جمیعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم وزيراعظم سره ؤ۔ د بلوچستان اعلی وزير نواب ثناء اللہ خان زهری او د سېفران وفاقی وزیر عبدالقادر بلوچ مېلمنو ته تود هركلې ووې۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د پرانستې دستورې ته خطاب هم كوي۔ د پاك پوځ او قانون نافذ كوؤنكو ادارو په امنيت كښې د چين تجارتي قافله بېلو لارو څخه تېرېدو سره ګوادر ته رارسېدلې۔ د چين سامان به اوس د نړۍ بېلو سيمو پلو روانولې شي۔