درګاه شاه نوراني كښې د چاؤدنې پېښه ۔ 20 تنه مړه ٬ 70 نه زيات ژوبل ۔ د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه – امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړه۔ روغتونونو كښې د بېړې حالت نافذ كړې شوې

کوئټه/لسبېله12نومبر (اے پی پی) د بلوچستان لسبېله سيمې ته نزدې شاه نوراني كښې د مزار په خوا كښې د بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 20 تنه مړه او 70 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ دا چاؤدنه د زائرينو دھمال په مهال وشوه۔ د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ده۔ بلخوا امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړې او روغتونونو كښې د بېړې حالت نافذ كړې شوې۔ د تفصيلاتو ترمخه د خالي په ماښام د بلوچستان لسبېله سيمې ضلعي هېډكوارټر اوتھل څخه 70 كلوميټره لرې د حضرت سخي شاه بلاول شاه نوراني په مزار زائرين دھمال كښې مشغول وو چې په دې مهال يوه درنه چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې 20 تنه مړه او 70 څخه زيات نور كسان ژوبل شول۔ د اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي ایدھی اېمبولېنس ،اېف سي ٬ پوليس او لېويز اهلكار په لوئے شمېر د پېښې ځائې ته ورسېدل او د مرستې كارونه ئې پېل كړل۔ بلخوا امنيتي ځواك سيمه محاصره كړه