اسلام آباد 26 اګست ﴿اے پي پي﴾ د افغانستان د قومي سلامتيا سلاكار حنيف اتمر پشمول څلورو لوړ رتبه دولتي چارواكو استعفٰي ګانې وركړې او افغان دولت هم د دې استعفٰي ګانو تصديق كړے۔ په دې لوړ رتبه چاراكو كښې نامتو سياست وال او د قومي سلامتيا سلاكار حنيف اتمر هم شامل دے۔ اتمر د خپلې استعفٰي لامل اولس مشر اشرف غني سره خپل سخت اختلافات ښودلي دي۔ د افغانستان د دولتي سرچينو له مخې د حنيف اتمر د استعفٰي نه پس د افغانستان د دفاع وزير طارق شاه بهرامي٬ د كورنيو چارو وزير وائص احمد برمك او د نېشنل ډائرېكټورېټ اف سكيورټي مشر معصوم ستانكزئ هم خپلې استعفٰي ګانې وړاندې كړې دي۔