سرينګر 14 اګست (اے پي پي) په سنګاپور كښې د پاكستان د آزادې ورځې په موقع د پاكستان هائي كميسون تر سيوري لاندې د بېرغ هسكولو دستوره وشوه۔ په دستوره كښې د هائي كميسون عملې او د پاكستانې ټولنې خلقو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ په دې موقع د هائي كميسون په ودانې د پاكستان بېرغ هسك كړے شو۔ په دې موقع د آزادې ورځې په اړه د اولس مشر او وزيراعظم پېغامونه واورول شول۔ دستوره ته په خپله وېنا كښې په سنګاپور كښې د پاكستان هائي كمشنر د آزادې ورځې په اهميت او د پاكستان جوړېدو په هڅو رڼا واچوله۔