اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) 2 كسيزه قومي جوډو لوبډله به په اسيائي لوبو كښې ګډون كولو لپاره د اګست په 25مه نېټه انډونېزيا ته ځي۔ په دې ايونټ كښې ګډون كولو لپاره به د پاكستان لوبغاړې شاه حسېن شاه د جاپان نه او قېصر خان به د پاكستان نه ځي۔ د پاكستان جوډو فېډرېشن نائب صدر او مېډيا ډائرېكټر مسعود احمد خان له مخې فېډرېشن د انډونېزيا په جكارته ښار كښې كېدونكو اسيائي لوبو لپاره دوه كسيزه قومي لوبډله غوره كړې۔ اسيائي لوبې به د اګست په 18مه نېټه په جكارته كښې پېل كېږي چې پكښې به د جوډو ايونټ د اګست په 28مه نېټه كېږي۔