اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د تائيكوانډو 9 كسيزه قومي جوډو لوبډله به په اسيائي لوبو كښې ګډون كولو لپاره د اګست په 16مه نېټه انډونېزيا ته ځي۔ د پاكستان تائيكوانډو فېډرېشن صدر وسيم احمد جنجوعه له مخې ايونټ لپاره د 6 لوبغاړو او د 3 آفيشلز انتخاب شوے۔ په لوبغاړو كښې 3 نارينه او 3 ښځينه لوبغاړې شاملې دي۔ په نارينه لوبغاړو كښې هارون خان٬ شازېب خان …
د تائيكوانډو قومي جوډو لوبډله به په اسيائي لوبو كښې ګډون كولو لپاره د اګست په 16مه نېټه انډونېزيا ته ځي
اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د تائيكوانډو 9 كسيزه قومي جوډو لوبډله به په اسيائي لوبو كښې ګډون كولو لپاره د اګست په 16مه نېټه انډونېزيا ته ځي۔ د پاكستان تائيكوانډو فېډرېشن صدر وسيم احمد جنجوعه له مخې ايونټ لپاره د 6 لوبغاړو او د 3 آفيشلز انتخاب شوے۔ په لوبغاړو كښې 3 نارينه او 3 ښځينه لوبغاړې شاملې دي۔ په نارينه لوبغاړو كښې هارون خان٬ شازېب خان او محمد اقبال شامل دي۔ په ښځينه لوبغاړو كښې نمره واسك٬ انيلا احمد او سعيده شهزادي سدره بتول شاملې دي۔ د ايونټ د تيارې په لړ كښې د لوبغاړو د تربيې كېمپ په پاكستان سپورټس كمپلېكس اسلام آباد كښې روان دے۔ اسيائي لوبې به د اګست په 18مه نېټه د انډونېزيا په جكارته ښار كښې كېږي۔










