اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی) لنډ مهالې وفاقي وزيرې روشن خورشيد بروچا د ګلګت بلتستان په ديامر او چلاس سيمو كښې د انجونو د سكول د سوزولو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي د امن او تعليم دښمنان به چرې معاف نه كړې شي او څوك هم چې دې ناوړه كاروايو كښې ككړ وګرځولې شو هغه ته به سخته سزا وركولې شي۔ دې …
لنډ مهالې وفاقي وزيرې روشن خورشيد بروچا چلاس او ديامر كښې د سكول سوزولو پېښه په سختو ټكو كښې وغندله ٬ د امن او تعليم دښمنان به چرې معاف نه كړې شي۔ روشن خورشید بروچا
اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی) لنډ مهالې وفاقي وزيرې روشن خورشيد بروچا د ګلګت بلتستان په ديامر او چلاس سيمو كښې د انجونو د سكول د سوزولو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي د امن او تعليم دښمنان به چرې معاف نه كړې شي او څوك هم چې دې ناوړه كاروايو كښې ككړ وګرځولې شو هغه ته به سخته سزا وركولې شي۔ دې ووئيل دا پېښه يوه منصوبه ښكاري چې ورسره د ګلګت بلتستان په ډول سوليزې سيمې كښې د انتشار فضا پېدا كول دي۔ دې ووئيل وفاقي حكومت به د ګلګت بلتستان اولس او ددغه ځائې صوبائي حكومت په مرسته د داسې شرپسند عناصرو خاتمه وكړي چا چې د سكولونو سېزلو سره د ګلګت بلتستان اولس د تعليم كالو څخه د محروم كولو هڅه كړې










