د سري لنكا او سوئيلي افريقا ترمينځھ دوهم مېچ (نن) كېږي۔ پروټیز ته د آئی لېنډرز په ضد د 1-0 بريا ترلاسه ده

کولمبو ۔ 31جولائی (اے پی پی) د سري لنكا او سوئيلي افريقا ترمينځھ د 5 يو ورځنو مېچونو سېريز دوهم مېچ (نن) د شورؤ په ورځ دمبولا كښې كولې شي۔ پروټیز ته د آئی لېنډرز په ضد د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ پروټیز په اولني مېچ كښې سري لنكا ته 5 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې پروټيز د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د آئي لېنډر …

کولمبو ۔ 31جولائی (اے پی پی) د سري لنكا او سوئيلي افريقا ترمينځھ د 5 يو ورځنو مېچونو سېريز دوهم مېچ (نن) د شورؤ په ورځ دمبولا كښې كولې شي۔ پروټیز ته د آئی لېنډرز په ضد د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ پروټیز په اولني مېچ كښې سري لنكا ته 5 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې پروټيز د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز كښې د آئي لېنډر د لاسه 2-0 سره وائټ واش سره مخ شوې وو۔ د دواړ لوبډلو ترمينځه د يو ورځني مېچونو سېريز دوهم مېچ به د اګست په اولنۍ نېټه ٬ درېم د اګست په 5 مه نېټه ٬ څلورم په 8 مه نېټھ او پنځم او آخري مېچ د اګست په 8 مه نېټھ كولې شي۔ د دواړو كركټ لوبډلو ترمينځھ يوازنې ټي ټونټي مېچ به د اګست په 14 نېټه كولې شي۔