ټولټاكنو لپاره ګرد هېواد كښې د پولنګ عمل د شېډول ترمخه سهار 8 بجې پېل شو كوم به چې تر ماښام 6 بجو دوام لري۔ په مجموعي توګه د قومي او صوبائي اسمبليو په 840 چوكو ټاكنې كېږي۔ د رجسټرډ ووټرانو شمېره 10 کروړه 59 لکهھ 409 ده۔ په ټول هېواد كښې 85 زره 307 پولنګ اسټېشنونه او 2 لکهھ 84 زره 600 پولنګ بوتھ جوړ كړې شوي دي۔ د ټاكنو په عمل كښې د 3 لکهھ 70 زره پوځي ځوانانو او افسرانو په شمول 4 لکهھ 49 زره 465 پولیس اهلکار امنيتي فريضه ترسره كوي

اسلام آباد ۔ 25 جولائی (اے پی پی) د كال 2018 ټول ټاكنو كښې د اولسي نمائندګانو ټاكنې له په ګرد هېواد كښې د پولنګ عمل د الېكشن كمېشن آف پاكستان (ای سی پی) ټاكلي شوي تګلار ترمخه سهار 8 بجې پېل شوې كوم به چې د كوې دمې او ځنډ نه غېر تر ماښام 6 بجو دوام لري۔ بياهم په پولنګ سټېشن كښې دننه موجود ووټران به د ټاكلي …

اسلام آباد ۔ 25 جولائی (اے پی پی) د كال 2018 ټول ټاكنو كښې د اولسي نمائندګانو ټاكنې له په ګرد هېواد كښې د پولنګ عمل د الېكشن كمېشن آف پاكستان (ای سی پی) ټاكلي شوي تګلار ترمخه سهار 8 بجې پېل شوې كوم به چې د كوې دمې او ځنډ نه غېر تر ماښام 6 بجو دوام لري۔ بياهم په پولنګ سټېشن كښې دننه موجود ووټران به د ټاكلي وخت ختمېدو څخه وروستو هم د ووټ اچولو حق كارولې شي۔ په ټول ټاكنو كښې د پاکستان پیپلز پارټی(پی پی پی)، پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستام تحریک انصاف (پی ټی آئی)، متحدہ قومی مومنټ، عوامی نېشنل پارټی او د متحدہ مجلس عمل په شمول د ټولو لويو وړو سياسي ګوندونو او په بېلو سياسي ګوندونو د مشتمل سياسي اتحاديانو لخوا كانديدان نومولې شوې دي۔ دغسې ځينې آزاد كانديدان هم ټاكنو كښې برخه اخلي۔ د ټاكنو په مهال د خپلو ووټرانو اسانۍ له د ټولو سياسي ګوندونو او آزاد كانديدانو لخوا پولنګ ستېشن څخه بهر انتخابي كېمپونه لګولې شوي دي۔ د ټاكنو عمل په سوليزه ډول باوري كولو له د وسله والو ځواكونو او پوليس لخوا امنيت ټينګ كړې شوې او په دې لړ كښې د 3 لکهھ 70 زره پوځي ځوانانو او افسرانو په شمول 4 لکهھ 49 زره 465 پولیس اهلکار امنيتي فريضه ترسره كوي۔ په مجموعي توګه د قامي او صوبائي اسمبليو په 840 چوكو ټاكنې كېږي په كومو كښې چې د قامي اسمبلۍ 270 او د صوبائي اسمبليو 570 چوكۍ شامل دي۔ د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل ټول ټاكنو كښې د قومي او صوبائي اسمبليو په ځينو حلقو كښې نر ښځي هم برخه اخلي۔ د ځينو سببونو په بنياد الېكشن كمېشن د قومي او صوبائي اسمبليو په 9 بېلو حلقو كښې ټاكنې وروستو كړې دي۔ كومو كښې چې د قومي اسمبلۍ 3 او د صوبائي اسمبلۍ 6 حلقې شامل دي۔ ټاكنو لپاره د 16 لكهه انتخابي عملې غړي خپل فرض ترسره كوي كومو كښې چې 2 لکهھ 55 زره 178 پولنګ افسران شامل دي۔ ہیں۔ د كال 2018 ټولټاكنو كښې به 10 کروړه 59 لکهھ 409 ووټران د ووټ اچولو خپل حق كاروي۔ په دې لړ كښې 85 زره 307 پولنګ اسټېشنونه او 2 لکهھ 84 زره 600 پولنګ بوتھ جوړ كړې شوي دي كومو كښې چې 17 زره 7 پولنګ سټېشنونه زيات حساس ګرځولې شوي دي۔ الېكشن كمېشن په مجموعي توګه 21 كروړ بېلټ پېپرز چاپ كړي۔ قومي اسمبلۍ لپاره به شين او صوبائي اسمبلۍ له به سپين بېلټ پېپر كارولې شي۔ په اسلام آباد كښې الېکشن کمېشن سېکرټرېټ كښې الېکشن سېل او کنټرول روم جوړ كړې شوې كوم به چې 24 ساعته فعال وي۔ په ټاكنو كښې په اولني ځل د الېكشن كمېشن او نادره په مرسته پریزائیډنګ افسران به د آر ټی اېس د لارې نتيجې الېكشن كمېشن ته استوي۔ ووټران د خپل موبائل فون د لارې خپل د شناختي كارډ لمبر په 8300 اېس اېم اېس كولو سره د خپل پولنګ سټېشن په اړه معلومات ترلاسه كولې شي۔