د ټاكنو د كمپائن د وخت ختمېدو نه پس دې انتخابي اشتهارات خپور يا نشر نه كړی شي۔ الېكشن كمېشن

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) الېكشن كمېشن ټولو نشرياتي ادارو له خبردارې وركړې چې د ټاكنو د كمپائن د وخت ختمېدو نه پس دې د كانديدانو اشتهارات خپاره يا نشر نه كړې شي۔ د خلاف ورزۍ په صورت كښې به د ضابطې له مخې كاروائي كولې شي۔ د الېكشن كمېشن د اړخه جاري شوي خبرداري له مخې الېكشن كمېشن ټولو نشرياتي ادارو ته هدايت كړے چې د الېكشن …

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) الېكشن كمېشن ټولو نشرياتي ادارو له خبردارې وركړې چې د ټاكنو د كمپائن د وخت ختمېدو نه پس دې د كانديدانو اشتهارات خپاره يا نشر نه كړې شي۔ د خلاف ورزۍ په صورت كښې به د ضابطې له مخې كاروائي كولې شي۔ د الېكشن كمېشن د اړخه جاري شوي خبرداري له مخې الېكشن كمېشن ټولو نشرياتي ادارو ته هدايت كړے چې د الېكشن ايكټ 2017 شق 182 ترمخه څوك هم كارنر ميټنګ٬جلسه٬اجتماعي غونډې٬د مقرره وخت ختمېدو نه پس نه شي كولې۔ د الېكشن كمېشن له مخې د 23 او 24 جولائي په شپه د 12 بجو نه پس كه كوم هم سياسي ګوند كانديدان څوك چې په ټاكنو كښې برخه اخلي د هغوي اشتهارات دې په اليكټرانك يا پرنټ مېډيا نشر نه كړې شي٬ د خلاف ورزۍ په صورت كښې به د ضابطې له مخې كاروائي كولې شي