اسلام آباد 04 نومبر(اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل 5 مستقل غړو څخه غوښتنه كړی چې هغوي دې د سلامتي كونسل د قراردادونو ترمخه د جمو كشمير اولس سره د آزادو٬سپيځلو او بې پرې ټاكنو كولو خپله كړې وعده وپالي۔دا خبره ده د جمعې پھ ورځ پاكستان كښې تعينات د چين٬فرانس٬روس٬برتانيې او امريكې سفيرانو ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د …
كشميري اولس سره د آزادو سپيځلو او بې پرې ټاكنو وعده دې وپاللے شي
اسلام آباد 04 نومبر(اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل 5 مستقل غړو څخه غوښتنه كړی چې هغوي دې د سلامتي كونسل د قراردادونو ترمخه د جمو كشمير اولس سره د آزادو٬سپيځلو او بې پرې ټاكنو كولو خپله كړې وعده وپالي۔دا خبره ده د جمعې پھ ورځ پاكستان كښې تعينات د چين٬فرانس٬روس٬برتانيې او امريكې سفيرانو ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د ناوړه صورتحال د هند لخوا په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د ډزبندۍ پرله پسې خلاف ورزو او پاكستان كښې په تخريبي او ترهه ګرو هلو ځلو كښې د هند ككړ كېدو په اړه بشپړ بريفنګ وركولو په مهال وكړه۔د خارجه دفتر وياند ترمخه خاص مرستيال مقبوضه كشمير كښې د هندي زور او زياتي غندنه كولو سره د بشري حقونو سخته خلاف ورزي د انسانيت په ضد جرم ګرځولو سره ووئيل د تېرو څلورو مياشتو په مهال د هندي ځواك د ظلمونو په نتيجه كښې تر دې دمه 115 بې ګناه كسان شهيدان شوي او د 16 زره نه زيات كسان ژوبل شوي۔د پېلټ ګنز كارولو سره د يو شمېر كسانو د سترګو نظر تلې











