سید خورشید احمد شاہ د رېل پېښو مخنيوي له د كوټلې لائحې غوښتنه وكړه

اسلام آباد 04 نومبر(اے پي پي) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید احمد شاہ د رېل پېښو مخنيوي له د كوټلې لائحې غوښتنه كړې۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده د كراچۍ په پېښه كښې حق رسېدليو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ده ووئيل د رېل زياتې شوې پېښې د اندېښنې وړ دي او د دې مخنيوي لپاره په سمدستي توګه ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده