د پاکستان اقتصادي منظر نامه په تېرو دريو كلونو كښې بيخي بدله شوې

اسلام آباد 04 نومبر(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې د پاکستان اقتصادي منظر نامه په تېرو دريو كلونو كښې بيخي بدله شوې او په نړيواله كچه ئې ستائنه روانه ده٬ د افراط زر شرح پرله پسې په ټيټېدو ده٬ د غېر ملكي زرمبادله پانګې د 24 اربه ډالرو نه زياتې شوې دي۔ دا خبرې وزيراعظم د چين د سرمايه كار كمپنو كنسورشيم پلاوي سره د جمعې په ورځ په ایوان وزیراعظم كښې د خبرو په مهال وكړې۔ وزیراعظم د پلاوي تود هركلې كولو سره ووئيل چې ورځ تېرېدو سره قوي كېدونې سدا په بهار ملګرتيا او مرسته د چين د قيادت او وړوڼو مننه كوٶ۔ ده ووئيل سي پېك يو ګېم چېنجر دے كوم چې د منطقې د اربو اولس ژوند بدلوٶنكې دے۔ ده ووئيل د پاکستان اقتصادي منظر نامه په تېرو درې كالو كښې بيخي بدله شوې چې اعتراف ئې په نړيواله كچه كېږي “سټېنډرډ اېنډ پوورز” هم د پاكستان رېنكنګ د “منفي بي” نه “بي” كړې ٬ پاکستان د ” ډٶئنګ بزنس د كال 2017 راپور كښې سږ كال د غوره كاركردګۍ مظاهره كوٶنكو په لس هېوادونو كښې يو ښودلې۔ ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د افراط زر شرح پرله پسې په ټيټېدو ده ٬ د غېر ملكي زرمبادله پانګې د 24 اربه ډالرو نه زياتې شوې دي۔ وزیراعظم پلاوي ته ووئيل ٬ زمونږ د سرمايه كارې پاليسي د غېرملكيانو راغب كولو په غرض جامع ډھانچه وركولو له وضعه كړې شوې۔ ده ووئيل د پاکستان پالیسو رجحانات د لبرلائزېشن، ډي رېګولېشن، پرائیوېټائزېشن سره هم آهنګ دي او په دې لړ كښې آسانيو وركولو له وړٶمبي پاملرنه كولې شي۔ ده ووئيل د خاص اقتصادي زونز قانون وضع كړې شوې دغسې چې نيغ په نيغه سرمايه كاري ترلاسه كولو له د مسابقت د نړيوالو چېلنجونو مخنيوي وكړې شي۔ وزیراعظم د خزانې، پټرولیم او قدرتي وسېلو وزارتونو ، د اوبو او برېښنا او د كېپيټل ډوېلپمنټ اتهارټۍ سېكترانو سره د چينائي پلاوو د ملاقاتونو ستائنه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د چين د پلاوي غړو له به د پاکستان د انفراسټرکچر پرمختګ ٬ د توان او مواصلاتو په څانګه كښې سرمايه كارۍ له د پراخه امكاناتو پحقله د بېلا بېلو وزارتونو له خوا د بريفنګ په نتاظر كښې دا دوره ګټوره وګرځي ۔ په دې موقع د پلاوي غړو د اقتصادي بحالۍ او هېواد د پرمختګ په لار روانولو له د وزیراعظم د وژن ستائنه وكړه۔ پلاوي ووئيل پاكستان نېغ په نېغه خارجي سرمايه كار راغب كولو او د دوي څخه استفاده كولو له په بشپړه توګه چمتو او د دې اهليت لري۔ پلاوي وزیراعظم ته ووئيل چې مونږ د انفراسټركچر ډوېلپمنټ او توان څانګو كښې د وزیراعظم د وژن په سبب په پاکستان كښې درې اربه ډالره سرمايه كاري كوٶ۔ د چین پلاوي د پاكستان حكومت د اجازې نه پس پاكستان كښې د يو نوي اېئر لائن پېل كولو امكان لټولو له خپله اداره هم ښكاره كړه۔ پلاوي ووئيل چې مونږ د انفراسټرکچر، برېښنا ، هوا بازۍ او د ټورازم په څانګو كښې د سرمايه كرۍ د هلو ځلو پېروي كوٶ۔ پلاوي ووئيل چې مونږ د وزیراعظم محمد نواز شریف د وژن ستائنه كوٶ كوم چې د اقتصادي سوكالۍ بنيادي ډهانچه مواصلاتي رابطو او د توان په څانګو كښې خود انحصارۍ سره تړون لري۔ پلاوي ووئيل چې اوسني حكومت د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د بنيادي ډهانچې په پرمختګ او توان كښې خود انحصاري ترلاسه كولو له ډېر زيات كار كړے۔ دوي ووئيل اوسنې حكومت د آزادانه سرمايه كارۍ د نظام جوګه دے كوم چې مثالي او سرمايه كارۍ دوست چاپېرچل وړاندې كوي كوم لپاره چې د وزیراعظم نواز شریف قائدانه کردار د ستائنې وړ دے