كاروبار په اړه د اصلاحاتو د قامي تګلارې ترمخه به د راروانو دوو كلونو په مهال په كاروباري چاپیرچل كښې نور ښه والې هم راشي

اسلام آباد 02 نومبر(اے پي پي) د كاروبار په اړه د اصلاحاتو د قامي تګلارې ترمخه به د راروانو دوو كلونو په مهال په كاروباري چاپیرچل كښې نور ښه والې هم راشي٬پاكستان كښې به ځايي او غېر ملكي سرمايه كاري زياته شي۔ دا قامي تګلاره د خزانې وزارت په مشرۍ كښې د اړوند وفاقي او صوبائي محكمو او مهمو ادارو په مشاورت سره جوړ شوې چې ترمخه يې د ريګولېټر …

اسلام آباد 02 نومبر(اے پي پي) د كاروبار په اړه د اصلاحاتو د قامي تګلارې ترمخه به د راروانو دوو كلونو په مهال په كاروباري چاپیرچل كښې نور ښه والې هم راشي٬پاكستان كښې به ځايي او غېر ملكي سرمايه كاري زياته شي۔ دا قامي تګلاره د خزانې وزارت په مشرۍ كښې د اړوند وفاقي او صوبائي محكمو او مهمو ادارو په مشاورت سره جوړ شوې چې ترمخه يې د ريګولېټر په بدلون او عملدرآمدي ادارو كښې د ټېكنالوجي او كار استعداد ښه والي په اړه اصلاحاتو ته پاملرنه شوې چې مقصد يې د كاروبار آپرېشنل كولو تګلاره آسانول دي۔ د خزانې وزارت له مخې د قامي اصلاحاتو تګلارې په نتيجه كښې د كاروبار كولو په اړه راپور 2017 كښې د پاكستان په كاركردګۍ كښې ښه والې راغلې او په دې حقله پاكستان په اصلاحات كونكو د لويو لسو هېوادونو په فهرست كښې هم شامل كړی شوې۔ د دې څخه دا څرګندېږي چې پاكستان كاروبار لپاره يو غوره هېواد دے۔ د كاروبار كولو تازه راپور 2017 كښې پاكستان نړۍ په لويو معيشتونو كښې شامل كړی شوې

مزید خبریں